د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

ولسمشر غني: اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته به سوله په میراث پرېږدو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ملي يووالي حکومت به اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته سوله په میراث پرېږدي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که څه هم د سولې په بهیر کې ځینې خنډونه شته، خو د ملي يووالي حکومت به په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره له هېڅ راز قربانۍ مخ وانړوي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال وري لومړۍ» په ارګ ماڼۍ کې د نوي کال په مناسبت پیغام کې وویل چې سوله به اوسنیو او راتلونکو نسلونو ته د ملي يووالي د حکومت میراث وي.

نوموړي زیاته کړه:

"په واضح توګه باید په دې پوه شو چې د سولې په بهیر کې به ځینې خنډونه وي او خنډونه باید د دې لامل نشي چې موږ خپل هدف ته ونه رسېږو او هره قرباني چې د دولت او په ځانګړې توګه له مانه په کار وي، له هغه نه به درېغ ونه کړو او دا ټول افغان ولس ته چې که اوس ژوندي دي او يا هم لا نه دي پیدا شوي ژمنه ورکوو چې سوله به د ملي يووالي د حکومت مېراث وي."

د ولسمشر په خبره افغان ولس اوس د سولې لپاره اجماع لري او هر هغه څوک چې د دغه ملي بهیر په وړاندې خنډونه جوړوي د ولس له کلک غبرګون سره به مخ شي.

افغان ولسمشر وايي، په روان کال کې د حکومت يو له ډېرو مهمو لومړیتوبونو نه په هېواد کې د سولې ټینګښت دی چې له هرې ممکنې لارې به د دغه ملي بهیر د بریالیتوب لپاره هڅې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا درې اوونۍ مخکې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې وویل چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته حاضر دی.

د ښاغلي غني په خبره، که طالبان سولې ته حاضر شي، حکومت چمتو دی چې دغه ډله د یوه سیاسي اړخ په توګه ومني.

طالبانو که څه هم په رسمي توګه تر اوسه د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته نه هم د رد او نه هم د تائید ځواب ورکړی، خو تازه د امریکا د دفاع وزیر ویلي چې د طالبانو ځینو وړو ګروپونو د سولې له خبرو سره لېوالتیا ښودلې ده.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم څه موده وړاندې ویلي و چې ۱۳۹۷لمریز کال به د سولې په برخه کې له لاسته راوړنو ډک کال وي.

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو يو شمېر افغان کارپوهان بیا د حکومت دا شان ژمنې يوازې د شعار تر بریده بولي او د دوی هڅو ته د شک په سترګه ګوري.

د دغو کارپوهانو له ډلې فېض محمد ځلاند وايي، د ملي يووالي حکومت مشرانو په کراتو د ولس سره دا شان ژمنې کړي، خو په عملي کولو کې بیا پاتې راغلي.

فیض محمد ځلاند
فیض محمد ځلاند

نوموړي زیاته کړه:

"دغسې څرګندونې په دې وخت کې پرته له ټاکنیزو کمپاینونو او غولوونکو ژمنو نه بله نتیجه نشي لرلای، د ملي وحدت حکومت له پیل څخه دا ژمنه کړې وه چې دوی به په شپږو میاشتو کې افغان سوله حتمي کوي، خو هغه شپږ میاشتې په ۴ کلونو واوښتې خو لا هم دوی د خپلو ټاکنیزو ژمنو او وعدو څخه نه دي اوښتي."

ښاغلی ځلاند وايي، تر کومې چې په هېواد کې د سولې بهیر ولسي نشي د سولې لپاره روانې هڅې کومه نتیجه نه ورکوي.

دی وايي، افغان ولس ته په کار ده چې د حکومت پهر ژمنو د باور پرځای ولسي خوځښتونو او حرکتونو ته ملا وتړي څو نړیوال قانع کړي چې د افغان ولس دغه جدي اړتیا درک او د دغه بهیر د بریا لپاره د دوی غږ ته لبیک ووايي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG