د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۱۹

عبدالهادي ارغندیوال وايي له حزب‌اسلامي ګوند یې څوک نه‌شي ایستلی


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي ډلې خپل درې پخواني غړي په داسې حال کې له ګونده ایستلي چې د افغانستان له عدلیې وزارت سره حزب‎اسلامي ګوند د ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په نوم راجسټر دی.

ښاغلي ارغندیوال د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۳» ازادي راډيو ته وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي له پرېکړې سره سره به د ګوند په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او په وینا يې هېڅ‎څوک دا حق نه‎لري چې دی د حزب‎اسلامي له ګونده لیرې کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له حزب څخه څوک نه‎شي ایستلی، موږ قانوني راجسټر یو، دا مو حزب دی او دا مو کور دی، په‎دې کې موږ قربانۍ ورکړي او موږ نه چېرته ځو دا مو حزب دی او دا به ساتو."

دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې تېره ورځ خپل درې تنه پخواني مهم غړي عبدالهادي ارغندیوال، انجنیر محمد خان او ډاکټر انور له ګونده ایستلي دي.

د خبرپاڼې په وینا دا پریکړه ځکه شوې چې دغه کسان له نورو ګوندونو او ائتلافونو سره تعهد لري، د هغوى تګ لارو او دريځونو ته ژمن دي او د هغوى په ګټه كار كوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د حزب‎اسلامي د اصولو له مخې هغه کسان په حزب کې خپل غړیتوب له لاسه وركوي چې له بل ګوند سره پټ يا ښکاره تعهدات ولري.

هڅه مو وکړه چې د حزب‎اسلامي د دغې پرېکړې په اړه له انجنیر محمد خان او ډاکتر انور سره هم اړیکې ونیسو، خو بریالي نه‎شو.

بل‎خوا د افغانستان د حزب‎اسلامي د مطبوعاتي ټيم غړی فضل غني حقمل ازادي راډيو ته وویل، د حزب‎اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دی او ښاغلی ارغندیوال کولای شي چې په کوم بل نوم حزب جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي:

"حزب‎اسلامي افغانستان له دولت سره داسې معاهده لاسلیک کړې چې دواړو لورو مشرانو پرې لاسلیک کړی، خو دا چې ارغندیوال صیب د حزب‎اسلامي په نوم فعالیت کوي له دې وروسته دا حق نه‎لري چې په‎دې نوم فعالیت وکړي، کولای شي چې په کوم بل نوم فعالیت وکړي، ځکه حزب‎اسلامي افغانستان اوږده سابقه لري او د دې ګوند مشر یا امیر محترم حکمتیار صیب دی."

خو د افغانستان د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له دغه وزارت سره د ۷۰ نورو سیاسي ګوندونو په ګډون د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د افغانستان حزب‎اسلامي ګوند هم ثبت دی او د فعالیت جواز لري.

په همدې حال کې افغان سیاسي کارپوه شاه‌محمود میاخیل وايي، دا اختلافات به د حزب‎اسلامي په فعالیتونو ناوړه اغېز وکړي.

نوموړی وايي:

"له سیاسي اړخه که وګورو، طبعاً دا اختلافات به خپلې اغېزې ولري، د هغوی په مورال او کارونو به ناوړه اغېز وکړي."

دی وايي، د ګوندونو ترمنځ یووالی د هېواد په سوله او ثبات کې مهم رول لري او په وینا يې که دغه اختلافات دوام کوي، د افغانستان په سیاسي حالاتو به هم ناوړه اغېز وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG