د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

سوله او طالبانو ته وړاندیزونه د مارشال فهیم او مزاري د یادغونډو مهم ټکي وو


په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم او د عبدالعلي مزاري په یاد غونډو کې سوله د افغان اوسنیو او پخوانیو چارواکو او د جهادي مشرانو د خبرو د پام او توده موضوع وه.

په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم او عبدالعلي مزاري په یاد غونډو کې له وسله والو مخالفينو سره د افغان حکومت د سولې نوي وړاندیزونه او د سولې خبرې د غونډو د وینا والو د خبرو مهم ټکي جوړول.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ د عبدالعلي مزاري په تلین کې له ګډون وروسته د مارشال فهیم په تلین کې وینا کوله، له وسله والو مخالفينو سره له قید او شرط پرته وړاندیز د سولې په برخه کې مهم ټکی یاد کړ.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"کله چي ویل کېږي، موږ مذاکراتو ته حاضر یوو او د مذاکراتو د شروع لپاره قید او شرط نه ږدو، دا یو ښه ټکی دی او باید همداسې وي او وای، مذاکراتو کې مخکې له مخکې شرط ايښودل، که چېرې سولې ته د رسېدو لپاره یوه ورځ هم ځنډ رامنځته کړي، دا نو بیا یو لوی مسؤلیت دی چې موږ یې نه باید په غاړه واخلو."

افغان ولسمشر ۱۷ ورځې وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ او ویې‌ ویل چې که طالبان سوله وکړي، دا ډله به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

له دې سره په خوا کې د حزب اسلامي امر ګلبدین حکمتیار په دې ورستیو کې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې ولسمشر غني ته یې د سولې په اړه د سلا مشورو په لړ کې وړاندیز کړی چې وسله والو مخالفينو ته دې د سولې د خبرو لپاره د امن سیمه پرېښودل شي.

په ورته وخت کې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف چې د مارشال فهیم په څلورم تلین کې یې وینا کوله، وسله والو مخالفينو ته د سولې په اړه د حکومت له نوي وړاندیزه ننګه وکړه، خو دوی ته یې د امن د سیمو د پرېښودلو له وړاندیزه سره یې مخالفت څرګند کړ.

عبدالرب رسول سیاف
عبدالرب رسول سیاف

نوموړي زیاته کړه:

"زما واړاندیز دا دی، ورته ووايئ چې راشئ، هېواد مو دی، خو د خدای لپاره مخکې له مخکې د ملت له جیبه ګټه بخشي مه کوئ، دا چې غږ ورته کوئ چې راځئ، فلانی ولایت درکوو، دِغه ځای د امن لپاره تاسې ته پرېږدو، هغه ځای چې دوی ته د امن لپاره ورکول کېږي، نوموړی ځای بیا د امن ځای نه، بلکې د فساد سیمه ترې جوړېږي."

ښاغلي سیاف زیاته کړه، څومره چې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په مخالفت کې جدي وو، هومره به له دوی سره د سولې په راتګ کې جدي هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي ازادي راډيو ته ویلي وو، فکر نه کوي چې وسله والو طالبانو ته د کوم ولایت پرېښودل به د افغانستان ستونزه هواره کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG