د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

اشرف غني: د ملي وحدت حکومت به د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ کېږدي


جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، د ملي وحدت حکومت به په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ کېږدي.

که څه هم د ګڼو هڅو با وجود تر اوسه طالبان د سولې خبرو ته نه‌دي حاضر شوي، خو جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، افغانان باید ډاډه وي چې د ملي وحدت حکومت به په افغانستان کې د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ کېږدي.

ښاغلي غني چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۲۳» په ارګ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مړینې د ۲۳ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل افغانستان به هېڅکله شا ته ونه‌ګرځي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت کار اسانه نه‌دی، خو دغه حکومت د زمان غوښتنه او ضرورت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي یووالي د حکومت کار اسانه نه‌و او اسانه نه‌دی، خو د وخت ضرورت او غوښتنه ده، هیله ده چې د افغانستان خلک په دې پوه شي چې د ملي یووالي حکومت به د سولې، ثبات او هوساینې بنسټ کېږدي."

ښاغلي غني همداراز وویل چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی او له موجوده وضعیت څخه د وتلو لپاره د سولې او ثبات ټینګښت حتمي دی.

افغان حکومت شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ.

که څه هم طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې دغه وړاندیز نه رد او نه هم تأیید کړی، خو تر دې وړاندې یې له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کړی دی.

خو تازه د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د طالبانو یو شمېر وړو ګروپونو د سولې له خبرو سره لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي مټېس همداراز ویلي چې په افغانستان کې بریا ممکن ده، خو د جګړې له لارې نه، بلکې له طالبانو سره د روغې جوړې له لارې.

له دې ټولو سره سره د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي بیا یادې غونډې ته وویل چې راتلونکی ۱۳۹۷ کال به د سولې د ټینګښت لپاره مهم کال وي.

د ښاغلي خلیلي په خبره په ۱۳۹۷کال کې به د جګړې د پای ته رسېدو او یا هم کمېدو په هدف اغېزمن ګامونه پورته شي.

کریم خلیلي
کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ به په راتلونکي کال کې د جګړې د پای ته رسېدو او یا هم کمېدو او د سولې د ټینګښت په برخه کې کلک ګامونه واخلو، د سولې عالي شورا ډېره خوشبینه ده او هڅې کوي چې د سولې خبرې که هغه په مستقیم ډول وي او یا هم غیر مستقیم، که رسمي وي یا غیر رسمي له مخالفینو سره پیل شي."

د ښاغلي خلیلي په خبره تر هغې چې په افغانستان کې جګړه روانه وي مشکله ده چې خلک دې راتلونکې ته هیله‌مند او په هېواد کې عملي کېدونکې لویې ملي پروژې دې په هغه شکل چې توقع ترې کېږي، نتیجه ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG