د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

په کابل کې د "کابل پروسې" دوهمه ناسته

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه. په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ...

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه.

په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د غونډې په اجنډا خبرې وکړې او ويې‌ویل چې افغان حکومت د کابل پروسې د دوهمې ناستې تر پیل مخکې، د خلکو له استازو سره زیاتې سلا مشورې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني وروسته خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د ترورېزم په ماتولو کې د یوې اجماع پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل چې تر اوسه پورې د اجماع په جوړولو نه‌دي بریالي شوي، خو باید د اجماع په جوړولو سره په سیمه کې ترورېستي ډلې صف‌بندي او د هغوی په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.

اروپايي ټولنې د سولې لپاره د کابل د پروسې له وړاندیزونو هرکلی وکړ، وايي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي سیاسي دریځ ښودلای دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د کابل پروسې په غونډه کې له بحثونو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره ډېر مهم او واضح پیغام چې قوي سیاسي دریځ ښيي بیان کړ.

نوموړي وویل دا غونډه ښيي چې طالبانو ته د سیاسي خبرو اترو ښه فرصت برابر شوی چې باید ترې استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې دغه غږ ته باید د شک په سترګه ونه‌کتل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا.

ښاغلي کوبیا زیاته کړه:

"موږ نن سهار د افغان حکومت له مشرتابه ډېر واضح پیغام واورېد چې ډېر مهم پیغام دی او دې ته باید د شک او وېرې په سترګه ونه‌کتل شي، نو ځکه طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې په مهربانۍ سره په دغو وړاندیزونو غور وکړي، موږ تاسې هڅوو چې له دغه رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي تر څو خبرې پیل شي."

رولاند کوبیا د اروپايي هېوادونو د ۲۸ غړو هېوادونو په استازیتوب د کابل پروسې په غونډه کې ګډون کړی و.

دی وايي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دریځ دا دی چې د سولې خبرې باید د افغانانو ترمنځ وي او د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې پوځي فعالیتونه باید د سولې دروازې ونه‌تړي.

د اروپايي ټولنې دا استازی وايي، د کابل پروسه باید یوازې غونډه نه‌وي، بلکې ټاکل شوي اهداف‌یې تعقیب شي چې دوی په‌کې د سولې یوه لار او نقشه ویني.

ښاغلي کوبیا د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی هڅه کوي له پاکستان او د سیمې د ځيني نورو هېوادونو سره همدغه رامنځته شوي فرصت او له افغانستان سره د ښو اړیکو د پاللو په اړه خبرې وکړي.

د سولې په اړه د کابل پروسې غونډه د چهارشنبې په ورځ د شااوخوا ۲۵ هېوادونو او ځينو نړیوالو سازمانونو په استازیتوب په کابل کې جوړه شوې وه.

کابل پروسې غونډه

ولسمشر محمد اشرف غني په دغې غونډه کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په منظور اووه وړاندیزونه وکړل.

د افغان حکومت په دغه وړاندیزونو کې؛

  • اوربند
  • د یو سیاسي ګوند په توګه د طالبانو پېژندل
  • د باور جوړونې انتقالي ترتیباب
  • د اساسي قانون بیا کتنه
  • د شکایتونو اورېدل
  • د قوانینو تطبیق
  • د بندیانو خوشې کول
  • د تحریمونو له تور لېست څخه د طالبانو ایستل او داسې نور شامل دي.

له دې سره د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د کابل پروسې د غونډې وروستی ویناوال و د کابل پروسه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ښه ګام وباله.

ښاغلي عبدالله وویل افغانستان د سولې او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې افغان دولت له شرایطو پرته له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"موږ چمتو یو چې له وسله‌والو طالبانو سره له شرایطو او تاوتریخوالي له ګواښ پرته مستقیمې خبرې وکړو، په دې برخه کې زموږ پیغام واضح دی موږ له طالبانو سره د یوې واقع‌بینانه قضیې په توګه چې زموږ ترمنځ د اختلافاتو یا قضایاوو سبب شوي خبرې ته حاضر یو او د یوې باعزته سولې طرفدار یو."

له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا په نړیواله کچه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ مهم بولي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ازادي راډيو ته وویل، اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې ځانګړی رول لوبولی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

  • کابل پروسه: طالبانو ته د سولې د پلان مهم وړاندیزونه!

د سولې د خبرو لپاره د یوه سیاسي چوکاټ په ترڅ کې وسله‌وال طالبان د یوې سیاسې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي او خپل دفتر پرانیستلی شي.

اوربند به ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي.

د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورو لېستونو لیرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي.

اشرف غني وویل حتی دې ته هم اماده دی چې د افغانستان پر اساسي قانون بیا کتنه وشي.

ولسمشر غني د سولې پروسې د کنفرانس پر مهال.

پخواني جنګیالي او کډوال به بېرته په ټولنه کې جذبېږي او کار به ورکول کېږي.

طالبان به هم د افغانستان دولت په رسمیت پېژني او د قانون واکمنۍ ته به درناوی کوي.

  • دغه وړاندیزونه د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو له غوښتنو سره څومره اړخ لګوي؟

وسله‌وال طالبان چې د افغانستان د دولت د جګړې مهم لوری دی، دغه دولت په رسمیت نه‌پېژني او تر اوسه‌یې ورسره له خبرو کولو ډډه کړې او ویلي یې دي چې که د سولې خبرې کوي هغه به له امریکا سره وي نه د افغانستان له حکومت سره.

افغان طالبان

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو لپاره مهم شرط بولي.

د افغانستان اساسي قانون نه‌مني.

په افغانستان کې په خپل تفسیر د اسلامي نظام د ټینګښت غوښتونکي دي.

له دې مخکې وسله‌والو طالبانو ته د سولې په وړاندیزونو کې د افغانستان د حکومت اساسي غوښتنې:

"طالبان دې له جګړو لاس واخلي، وسله دې پر ځمکه کېږدي او د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره دې اړیکې پرې کړي، د افغانستان اساسي قانون دې ومني."

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راهیسې په دې هېواد کې د ښځو د حقونو په ګډون په ټولو برخو کې دې د لاسته راوړنو درناوی وکړي.

  • د ځینو سناتورانو او کارپوهانو له نظره د «کابل پروسې» د دوهمې ناستې اهمیت!

د کابل پروسې د دوهمې ناستې سره هم‌مهاله د مشرانو جرګې اداري پلاوی او يو شمېر کارپوهان دغه ناسته د امنیت د ټينګښت او ترورېزم سره د مبارزې لپاره مهمه بولي.

د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه لري او د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي په دې تړاو ګټوره واقع شي.

د دې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د ترورېزم د نابودولو لپاره پراخو نړیوالو همکاریو ته اړتیا لیدل کېږي.

محمد علم ایزدیار

نوموړي زیاته کړه چې د سولې ټینګښت او په سیمه کې د ترورېزم نابودي ټوله نړۍ ارامولی شي:

"زما په اند تر ټولو مهمه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په مشرۍ دې د اروپايي او يو شمېر نورو اغېز لرونکو هېوادونو ترمنځ يوه نړیواله همغږي رامنځته شي، څو د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې چې ټوله نړۍ ګواښي په همغږۍ سره اقدامات وشي."

د کابل پروسې دوهمه ناسته د چهارشنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه، افغان چارواکو ویلي چې په دغې ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د سولې بهیر او د ترورېزم سره مبارزه د دغې ناستې اصلي اجنډا جوړوي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه صفیه صدیقي دغه ناسته د سیمې د امنتیي وضعیت د ښه‌والي لپاره مهمه بولي او هیله‌مندي ښيي چې دغه ناسته به ښې پایلې ولري.

صفیه صدیقي

نوموړې زیاته کړه:

"دا به په سیمه کې د امنیت د ښه‌والي او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سولې او اړیکو د ښه‌والي لپاره يوه فوق‌العاده غونډه وي، د افغانستان د خلکو هیله د کابل پروسې له دوهمې ناستې دا ده چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي."

د کابل پروسې لومړۍ ناسته د روان لمریز کال د جوزا په میاشت کې په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې وه چې په‌کې د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

له بلې‌خوا د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد دې مسئلې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له طالبانو سربېره ۲۰ تروررېستي ډلې فعالیت کوي وايي چې د ترورېزم پر وړاندې ګډه همغږي مهمه ده.

د کابل پروسې ناسته.

نوموړي زیاته کړه:

"نړیوال ترورېستان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي او افغانان وژني، هغوی د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی. زه هیله لرم چې نړیوال هم دغه مسئله درک کړي او بالاخره د افغانستان له خلکو سره همکاري وکړي څو د دغه هېواد خلک سولې او ثبات ته ورسېږي او نړۍ هم په امن کې شي."

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ځای د دوهم ځل لپاره د امریکا سره د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ډلې سره د خبرو اصلي لوری افغان حکومت دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم هیله‌مندي ښودلې چې د افغان حکومت وروستۍ هڅې په ځانګړې توګه د کابل پروسې دوهمه ناسته کولای شي د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لار پرانیزي.

راپور: واصل وصال

پخوا هم طالبانو ته د افغان حکومت له لوري د سولې وړاندیزونه شوي، خو دا لومړی وار دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو وړاندیز کوي.

ښاغلي غني د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه.

د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو منل، له طالبانو سره د سولې لپاره ملي، سیمه‎ییزه او نړیواله اجماع، د طالبانو د زندانیانو ازادول او هغه طالبان چې سوله کوي، د هغوی امنیت تأمینول، دغې وسله‎والې ډلې ته د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت د طرحې مهم ټکي دي.

نوموړی وايي:

"د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي."

د افغان حکومت د نوې طرحې له مخې که طالبان سولې ته حاضر شي، د قانوني چوکاټ له مخې دا ممکنه ده چې په اساسي قانون کې تعدیلات هم راوستل شي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت په طرحه کې دا هم راغلي، له دغې ډلې سره په هر ځای کې د خبرو د پیل امکان شته.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل په ناسته کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان سولې له دغه وړاندیزه ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني د کابل او اسلام‎اباد اړیکو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان حاضر دی، تېرې ترخې تجربې هېرې او له پاکستان سره د خبرو او اړیکو نوی باب پرانیزي.

افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کوي چې یادې ډلې تل له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

طالبانو په تېرو شااوخوا دوه اوونیو کې دوه ځلې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کړی، خو تېره ورځ د افغان ولسمشر د دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

له دې ټولو سره سره د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا چې د کابل د پروسې په ناسته کې یې ګډون کړی و، د افغان سولې په برخه کې یې د اندونیزیا د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي کالا وویل چې اندونیزیا د افغان حکومت په غوښتنه راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو د کنفراس کوربه‌توب کوي.

د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا

دی وايي:

"موږ د علماوو د کنفراس د جوړېدو په اړه د افغان حکومت له غوښتنې هرکلی کوو او اماده یو چې د دغه کنفراس کوربه‎توب وکړو، اندونیزیا باور لري چې د علماوو کنفرانس په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته کولای شي."

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړ څه نه‎دي ویلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د کابل پروسې په ناسته کې وویل چې یاده ناسته د طالبانو په ګډون د ټولو لپاره ښه فرصت دی او باید ګټه ترې پورته شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان به د سولې د پروسې د تعقیب تر څنګ د ترورېزم پر وړاندې جګړه هم مخ ته یوسي.

د ښاغلي اتمر په خبره دغه دواړه ستراتېژۍ یو بل پیاوړي کوي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه په دې معنی ده چې طالبان له بهرنیو جنګیالیو جدا شي.

ښاغلي اتمر همداراز وویل چې افراط‌ګرايي د افغانستان او نړۍ لپاره یوه وژونکې حلقه ده او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم له طالبانو سره سوله د افغانانو لپاره ښه زېری دی، خو وايي له کومه چې په افغانستان کې ګڼې وسله‎والې ډلې او استخباراتۍ کړۍ فعاله ده، نو د بشپړې سولې د ټینګښت امکان ښايي ډېر وخت ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG