د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

په کابل کې د "کابل پروسې" دوهمه ناسته

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه. په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ...

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه.

په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د غونډې په اجنډا خبرې وکړې او ويې‌ویل چې افغان حکومت د کابل پروسې د دوهمې ناستې تر پیل مخکې، د خلکو له استازو سره زیاتې سلا مشورې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني وروسته خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د ترورېزم په ماتولو کې د یوې اجماع پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل چې تر اوسه پورې د اجماع په جوړولو نه‌دي بریالي شوي، خو باید د اجماع په جوړولو سره په سیمه کې ترورېستي ډلې صف‌بندي او د هغوی په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.

د کابل پروسې دوهمه ناسته نن سهار په کابل کې پیل شوه.

په دغې ناسته کې لومړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د غونډې په اجنډا خبرې وکړې او ويې‌ویل چې افغان حکومت د کابل پروسې د دوهمې ناستې تر پیل مخکې، د خلکو له استازو سره زیاتې سلا مشورې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني وروسته خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د ترورېزم په ماتولو کې د یوې اجماع پر جوړولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غني وویل چې تر اوسه پورې د اجماع په جوړولو نه‌دي بریالي شوي، خو باید د اجماع په جوړولو سره په سیمه کې ترورېستي ډلې صف‌بندي او د هغوی په وړاندې په ګډه مبارزه وشي.

د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې چې د افغانستان په سولې او امنیت خبرې کېږي، د څه باندې ۲۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي، د ملګرو ملتونو او ناټو سازمان او ځینو نورو نړیوالو ادارو پلاوي برخه لري.

تمه ده په دې ناسته کې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو په خاطر، هغوی ته یوه طرحه وړاندې کړي.

  • غنی: تېر په هېر، پاکستان سره د اړیکو نوی باب پرانیزو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې نړیوالې ناستې دوهم دور نن د ۲۵ هېوادونو د استازو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاویو په حضور کې پرانیست.

ولسمشر اشرف غني وویل چې اوربند باید تأمین او طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه وپېژندل شي.

ولسمشر له طالبانو هم مشخصې غوښتنې وکړې چې په سر کې یې د افغانستان د اساسي قانون منل شامل دي.

افغان ولسمشر همداراز وویل چې د تېر په هېرولو سره به له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي چې دوی له افغان حکومت سره نه، بلکې له امریکا سره د سولې خبرې کوي او تازه‌یې له امریکا غوښتي چې خبرې ورسره وکړي.

  • صافی: د سولې په اړه به د کابل پروسې د ننني کنفرانس پایلې مثبتې وي

د کابل پروسې نننی کنفرانس به د سولې تر پخوانیو هڅو څومره متفاوتې پایلې ولري؟

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر صافی وايي، د حکومت له‌خوا له مخالفینو او پاکستان سره د خبرو د طرحې وړاندې کول او د ګڼو هېوادونو حضور به تر پخوانیو هڅو متفاوتې او مثبتې پایلې ولري.

له ښاغلي صافي سره د ازادي راډيو خبریال صفي‌الله ستانکزي خبرې کړي او لومړی یې د کابل پروسې د ننني کنفرانس پر مهال د طرحو په وړاندې کولو د هغه نظر غوښتی دی.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک

افغان ولسمشر د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو، نړیوالې ټولنې او پاکستان ته واضح وړاندیزونه وړاندې کړل.

ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

طالبانو ته د حکومت وړاندیزونه:

  • که چېرته د سولې له پروسې سره یوځای شئ، د یوه سیاسي ګوند په توګه به وپېژندل شئ.
  • طالبان باید د افغانستان اساسي قانون ومني، خو د یوه حقوقي چوکاټ له مخې په اساسي قانون کې تعدیل رامنځته کېدای شي.
  • طالبان باید د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.
  • طالبان باید اوربند وکړي او افغان حکومت له دوی سره له قید او شرط پرته د خبرو لپاره چمتووالی لري.

د حکومت ژمنې:

  • هغه طالبان چې سوله کوي، د هغو امنیت به تأمینوو.
  • په کابل او یا هم په کوم بل اسلامي هېواد کې به د خبرو لپاره دفتر ورته خلاص کړو.
  • له نړیوالې ټولنې به وغواړو چې پر طالبانو بندویزنه لیرې کړي او دوی ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.
  • د طالبانو د ادغام مجدد پروسه به عملي کېږي.

پاکستان ته د حکومت وړاندیزونه:

  • چمتو یو چې تېرې ترخې تجربې هېرې کړو او نوی باب پرانیزو.
  • نړیواله ټولنه هم باید پر پاکستان فشار راوړي چې افغان حکومت د طالبانو د سولې له وړاندیزه هرکلی وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG