د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۱

امریکا: حوثي یاغیانو ته د وسلو د ورکړې له کبله د ایران پرضد د اقدام وخت دی


په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره نيکي هيلي وايي، د امنیت شورا لپاره اوس هغه وخت راسېدلی چې د یمن له حوثي یاغیانو سره د وسلو د مرستې له کبله، د ایران پرضد اقدام وکړي.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هيلي پرون پنجشنبه د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې یمن ته د ایران له خوا د وسلو د استولو په اړه د ملګروملتونو په راپور کې ټول هغه موارد یاد شوي چې امریکا له څو میاشتو راهیسې ویل او هغه دا چې ایران حوثي یاغیانو ته له غیرقانوني لارو توغندي او وسلې استوي او په دې توګه د امنیت شورا له ګڼ شمېر موافقو سرغړونه کوي.

نیکي هیلي
نیکي هیلي

په ملګروملتونو کې ډیپلوماتان وايي چې د وسلو پر استولو د بندیز له موافقې د ایران د سرغړونو په ځواب کې امنیت شورا ښايي یمن ته د وسلو پر استولو د بندیز د پرېکړه لیک د تمدید له لارې اقدام وکړي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا کارپوهانو په یوه نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې حوثي یاغیانو ته د وسلو پر خرڅلاو د بندیز له انفاذ وروسته د ایران بالسټیک توغندي او نورې وسلې یمن ته رسېدلي.

د ملګروملتونو کارپوهانو ویلي چې ایران حوثي یاغیانو ته د دې وسلو د استولو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د امریکا سفیرې مېرمن هيلي وویل، نړیوال به پرې نږدي چې دا دوامداره سرغړونې بې ځوابه پاتې شي.

هغې زیاته کړه، ایران باید په دې پوه شي چې د دې سرغړونو په ځواب کې به د نړیوالو له غبرګون سره مخامخ شي.

مېرمن هیلي وویل، اوس هغه وخت رارسېدلی چې امنیت شورا په دې برخه کې اقدام وکړي.

مېرمن هيلي د ایران پرضد د امنیت شورا د اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ او په ملګروملتونو کې د څو نورو هېوادونو سفیران یې د هغو شواهدو لیدو ته وبلل چې واشنګټن وايي، د حوثي یاغيانو له خوا په ایران کې د هغو جوړو شویو بالسټیک توغندیو په اړه دي چې تېرکال څو ځلې د سعودي عربستان پر لور وتوغول شول.

ایران د ملګروملتونو د امنیت شورا د یوه بل پرېکړه لیک له مخې هم اجازه نه لري چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له تأیید پرته بل هېواد ته وسلې واستوي.

د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا تېره میاشت واشنګټن ته ولاړ او دا شواهد یې چې د توغندیو ټوټې دي، ولیدل، خو هغه وروسته وویل چې په دې اړه کومه خاصه خبره نشي کولای، ځکه چې دی د توغندیو متخصص نه دی.

تهران هغه شواهد چې متحدایالات او سعودي یې ښکاره کوي او وايي چې د حوثي یاغیانو له خوا په ایران کې د جوړو شویو توغندیو د کارولو په اړه دي، ټول جعل بولي.

ایران که څه هم د حوثي یاغیانو څرګند ملاتړ کوي، خو دې ډلې ته چې د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې حکومت پرضد د جګړې په حال کې ده، د وسلو د استولو تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG