د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حوثیانو له خوا د ویشتل شویو توغندیو ټوټې ارزوي


د ملګرو ملتونو د امینت شورا یو پلاوی په پام کې لري چې د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي، څو د هغو توغنديو پاتې شوني وارزوي چې ویل کېږي د ایران له خوا د یمن حوثي یاغیانو ته ورکول شوي دي.

تمه ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفیرانو دغه پلاوی داسې مهال په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر سره وویني چې سپینه ماڼۍ د ایران پر ضد د نړیوالو اقداماتو په لټه کې ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي تېره میاشت دغه ټوټې د داسې باوري شواهدو په توګه وړاندې کړې چې د دې په وینا، ښیي هغه بالستیک توغندي چې د یمن حوثي یاغیانو د تېر کال په نومبر میاشت کې پر سعودي عربستان ویشتلی وو، په ایران کې جوړ شوي وو.

دا ادعا هغه مهال لا پیاوړې شوه چې د ملګرو ملتونو د متخصصینو یوه پلاوي په یوه وروستي راپور کې امنیت شورا ته داسې نتیجه ګیري وړاندې کړه چې ایران یاغیانو ته د توغندیو د استولو په نه مخنیوي سره، یمن ته تسلیحاتي بندیز نقض کړی دی.

نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې خپلو نورو سیالانو بلنه ورکړه چې د توغندیو دا ټوټې له نېږدې وګوري چې اوس د واشنګټن په یوه پوځي مرکز کې ساتل کېږي.

هیلي تېره میاشت یوې خبري غونډې ته وویل چې دا شواهد د انکار وړ نه دي.

په دغو شواهدو کې چې په واشنګټن کې ساتل کېږي، د پوځي وسایلو داسې ټوټې هم شته چې ادعا کېږي د ایران له خوا جوړ شوي دي.

په هغو کې د ټانک او بې پیلوټه الوتکو ضد توغندیو ټوټې شاملې دي.

ایران د حوثي یاغیانو په وسلو تجهیزول په کلکه ردوي او پر نیکي هیلي یې تور لګولی چې تېره میاشت یې جعلي شواهد وړاندې کړي دي .

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي هڅه کوي چې د امنیت شورا قانع کړي، څو احتمالاً د بندیزونو په لګولو سره د ایران پر ضد اقدامات وکړي، خو ښایي دغه هڅې د روسیې له مخالفت سره مخامخ شي، روسیه له تهران سره دوستانه اړیکې لري.

نیکي هیلي
نیکي هیلي

تېره میاشت په یوه بل جلا راپور کې راغلي وو چې د ملګرو ملتونو چارواکو د توغندیو ټوټې وازمایلې او هغه یې له یوې ګډې سرچینې وموندلې، خو دوی ونه توانېدل چې داسې قاطع نتیجه واخلي چې ایا ایران د دغې وسلې د جوړولو اصلي مرجع ده، که څنګه .

دا به د ملګرو ملتونو د لوړ پوړي پلاوي دوهم ځل وي چې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره ګوري او لومړی ځل دوی د تېر کال په اپرېل کې سره لیدلي وو.

د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل، د تهران له اټمي تړونه د وتلو ګواښ او پر ملګرو ملتونو د مالي مرستې کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د ادارې پرېکړې هغه څه دي چې له کبله یې د واشنګټن او د ملګرو ملتونو ترمنځ اړیکې خړې پړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG