د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

غني: په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړې لوی لامل د مخدره موادو کښت او تولید دی


ولسمشر غني وایي، په افغانستان کې د نا امنۍ او جګړې د دوام لوی لامل د مخدره موادو کښت او تولید دی.

ولسمشر غني له ترهګرۍ وروسته مخدره مواد په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر عامل بولي او وایي چې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډ مسئولیت دی.

ولسمشر غني چې د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د سولې ملي او مشورتي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د سیمې په هېوادونو او اروپایي بازارونو کې د مخدره موادو لوړه تقاضا په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید د دوام سبب دی.

غني: د افغانستان د جګړی دوهم عامل له هېواده بهر جرمی شبکې دي.
غني: د افغانستان د جګړی دوهم عامل له هېواده بهر جرمی شبکې دي.

ولسمشر غنی وایي، سلګونه میلیارده ډالر د مخدره موادو په جرمي سوداګرۍ کې په کار اچول شوي او دغه جرمي تجارت د هغو جرمي شبکو له‌خوا تر سره کېږي چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان د جګړې دوهم عامل له هېواده بهر جرمي شبکې دي، د افغانستان د ټولو مخدره موادو ارزښت ۱،۲ میلیارده ډالر دی، دوه کاله دی موږ په سوله کې پرېږدي، که مو په دوو کلونو کې له هلمند څخه څلور میلیارده ډالر مشروع پیسې تر لاسه نه‌کړې، لاس مې راپرې کړئ، خو د هیروئینو بیه چې ۱۰ سنټه په ایران کې لوړه شي، ۴۲ ډالره په اروپا کې لوړېږي، سلګونه میلیاده ډالره د مخدره موادو په جرمي سوداګرۍ کې په کار اچول شوې دي او همدا لامل دی چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یو ګډ مسئولیت موجود دی."

ولسمشر غني وایي، د کابل پروسې په کنفرانس کې چې تر راتلونکو څو اوونیو به په افغانستان کې جوړ شي، له نړیوالې ټولنې څخه به وغواړي چې په افغانستان کې د جګړې د عواملو له‌منځه وړلو لپاره باید له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې خپل مسئولیت پر ځای کړي.

ولسمشر غني دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د معلوماتو پر اساس د طالبانو کلنی مصارف ۵۰۰ میلیونه ډالره دي چې له دې جملې څخه ۶۰ سلنه‌یې چې ۲۰۰ میلیونه ډالره کېږی، له مخدره موادو څخه ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی چې تېره اوونۍ کابل ته راغلی وو، له مخدره موادو سره د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې کړي او پر ګډې مبارزې یې ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي له کابل څخه تر ستنېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:

"افغان حکومت واقعاً غواړي چې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق بند شي، د افغان حکومت مشرتابه له امنیت شورا وغوښتل، تر څو د مخدره موادو د تولید او ټرانزیت سیمې او لارې باید تشخیص شي، زما په اند دا یوه لویه موضوع ده او د امریکا متحده ایالات غواړي چې په دې برخه کې جدي کار وکړي، ځکه نشه‌يي توکي یوازې په افغانستان کې نه‌مصرفېږي، بلکې ټولې نړۍ ته قاچاق کېږي."

نیکي هیلي
نیکي هیلي

له دوو میاشتو راپه دېخوا په هلمند ولایت کې د مخدره موادو پر کارخانو د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو ځمکني او هوایي عملیات روان دي چې تر اوسه‌یې د مخدره موادو د تولید لسګونه کارخانې ویجاړې کړې او یوازې طالبانو ته څه د پاسه ۲۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د ولسي جرګې غړی خالد پښتون د مخدره موادو پر کارخانو د پوځي عملیاتو پر دوام د ټینګار تر څنګ وړاندیز کوي چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د بدیل معیشت پروګرام ته دوام ورکړي، ترڅو هغه بزګران ترې استفاده وکړي چې د لوږې او نیستۍ له امله کوکنار کري.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG