د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۴:۲۳

روغتیا وزارت: ۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي


د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۱۰۰ کې ۷۰ معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي.

دا مهال د معتادينو د درملنې تر ۱۷۰ ډېر دولتي او خصوصي مرکزونه فعالیت لري چې د لسګونه معتادينو درملنه په‎کې کېږي، خو ځيني معتادين تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري ازادي راډیو ته وویل، نشه‎يي موادو ته اسانه لاسرسی، د کاري فرصتونو نشتوالی او قانون نه‌پلي کېدل د دې لامل شوی چې تداوي شوي معتادين بېرته د پرچون خرڅوونکو له‎خوا په نشو اخته شي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري
د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکتر عبدالشکور حیدري

دی وايي:

"په ۱۰۰ کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ کسانو پورې معتادین چې تر درملنې وروسته د اجتماعي ستونزو له امله بېرته معتادېږي، یو علت‌یې هم مخدره موادو ته اسانه لاسرسی دی. دا معتادين بېرته نشو ته مخه کوي، دوی د نشه‎يي موادو د پرچون خرڅوونکو په واک کې دي."

د ملي او نړيوالو ادارو د څېړنو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون په افغانستان کې تر درې ميليونه ډېر افغانان په نشو اخته دي.

د دې معتادینو ډېری برخه هغه کسان دي چې ایران او پاکستان ته له اوږده مهاجرت وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ښاغلی حیدري وايي، د هغو معتادينو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی چې په خپله خوښه درملنې ته مراجعه کوي، په دوی کې اکثره‌يې هغه معتادين دي چې يو ځل‌يې علاج شوی او بېرته په نشو اخته شوي دي.

په نشه يي توکو روږدي کسان
په نشه يي توکو روږدي کسان

په روغتیايي مرکزونو کې بستري معتادين وايي چې نشه‎يي موادو ته اسانه لاسرسی او د نشه‎يي موادو د پرچون پلورونکو له‎خوا د دوی هڅول، په نشو باندې د بيا اخته کېدو عمده لاملونه دي.

دوی ټينګار کوي چې بايد د تداوي شويو معتادينو د بيا معتادېدو مخه ونيول شي.

دوی زياتوي چې بايد پرچون خرڅوونکي ونیول شي او د خرڅلاو مرکزونه‌یې وتړل شي.

څو تنو یې ازادي راډیو ته وویل:

"په احمد شاه بابا مېنه کې تر ۱۰ زیات د نشه‎يي موادو ساقي خانې شته، دوی حوزو ته ونډه ورکوي. دوی له همدې چرسیانو او پوډریانو څخه عوايد په لاس راوړي. په تېره بيا پوډر خرڅوونکي ځوانان نشو ته هڅوي، مثلاً زه د ۱۰۰ روپو چرس اخلم، دوی ماته زیات راکوي چې زه‌يې مشتري شم."

"کله چې یې خرڅلاو بند شي، معتادين مجبور دي چې ویې نه‌څکوي، موږ د ۱۶مې حوزې په قلعه زمان خان سیمه کې ژوند کوو، هلته ۷، ۸ ساقیان شته، ایا د حوزې امر هغه نه‌ویني؟"

"ساقيان دلته راځي او پوډر خرڅوي. لږ هم نه‎دي، بلکې د تېلو غوندې خرڅېږي، ځکه دولت ورته فرصت ورکړی دی. که دولت ورته فرصت ورنه‌کړي او څو پولیس راشي، ټول نیولای شي، دا ټول د دولت غفلت دی."

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د پرچون خرڅوونکو نیول، د قانون تنفیذ او په ښارونو کې د امنیت راوستل له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند نصرت‌الله رحیمي دا مني چې یو شمېر پولیس د نشه‎يي موادو د خرڅوونکو په اړه بې‌تفاوته دي او یا هم له دوی سره مرسته کوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند نصرت الله رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند نصرت الله رحیمي

نوموړی وايي:

"د نشه‎يي موادو د پرچون خرڅولو مخنیوی سخت کار دی او خرڅلاو یې زیات شوی دی. همداراز د نشه‌يي موادو غوښتنه هم زیاته شوې ده، پولیس به د قانون د اجراء کوونکي په صفت کار وکړي. په پولیسو کې ستونزه شته، ښايي ځیني پولیس له پرچون خرڅوونکو سره لاس ولري. زه دا نه‌ردوم، خو د افغانستان له خلکو سره زموږ تعهد دا دی چې په دې برخه کې به جدي اقدامات وشي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت تر درملنې وروسته د بيا معتادېدو مخنیوی د کورنیو او هغو دولتي ادارو مسئولیت ګڼي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په کمېټه کې شاملې دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالېسۍ رئیس عثمان فروتن وايي، د ښوونې او روزنې، لوړو زده‌کړو، د کار او ټولنیزو چارو، حج او اوقافو وزارتونه او نورې ادارې مسئولیت لري چې د تبلیغاتو او کاري فرصتونو د ایجاد له لارې د اعتیاد د پراختیا مخه ونیسي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG