د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

روانشناسان وايي، د کورنیو نه پاملرنې له امله اکثره ځوانان نشو ته مخه کړې


روانشناسان وایي چې د کورنیو لخوا له ځوانانو سره ناسم چلند او د دوی د روا غوښتنو له پامه غورځول یو له هغو عواملو څخه ګڼل کېږي چې ځوانان له ذهني پلوه ځوروي.

همدا دليل دی چې ځوانان له دغه حالت څخه د وتلو لپاره نشو ته مخه کوي.

دا د کابل ښار په منځ کې حضوري چمن دی، دلته د بېلابېلو لوبو مینه وال لوبې کوي، خو د چمن په منځ او شاوخوا څنډو کې یې بیا په نشه روږدي کسان ځینې پراته او ځینې نور یې بيا ډله ډله ناست دي، پر سرونو يې څادرونه غوړولي او د څادر تر څنډو يې نري دودونه پورته کېږي.

دا چې دوی ولې نشو ته مخه کړې او ولې په دې چمن کې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځي تېروي، له يو څو معتادو ځوانانو به يې واورو:

۱: د پلار له لاسه په نشه اخته شوم، له ماسره یې مینه نه درلوده، تر اوسه یې زما پوښتنه نه ده کړې، په دې ناوړه عمل کورنيو جنجالونو اخته کړی یم، زړه مي راته وايي چې ځان تر موټر لاندې کړم.

۲: پلار او کورنۍ راکې چورت نه واهه، هرڅومره شپې چې به مې له کوره دباندي تېري کړې چا مې پوښتنه هم نه کوله، په کيسه کې مې نه و چې زه له چا سره ګرځم، بس همدا وجه وه چې په نشو اخته شوم."

د کورنیو نه پاملرنې له امله اکثرو ځوانانو نشې ته مخه کړې ده.
د کورنیو نه پاملرنې له امله اکثرو ځوانانو نشې ته مخه کړې ده.

له اولادونو سره مینه نه کول، له کورنۍ لریوالی، د اولادونو د روزنې او پالنې په برخه کې بېغوري او د هغوی روا او ممکنه غوښتنو ته مثبت ځواب نه ورکول هغه عوامل دي چې ډېری ځوانان یې د نشو لور ته بېولي دي.

یوه مور په رېږدېدلي اواز د خپل معتاد زوی کيسه کوي:

"زوی مې د ښوونځي له دوولسم ټولګي څخه فارغ شو، پلار ته یې وویل چې ما په پوهنتون کې شامل کړه او یا دوکان راته جوړ کړه چې مصروف شم، سره له دې چې پلار یې وس هم درلود، خو ویې نه ملنه، هغه و چې زوی مې له بېکاره خلکو سره ګرځېدل شروع کړل او وروسته پوډري شو ".

په نشه روږدېدل یوه لویه ستونزه ده چې مور، پلار او د کورنۍ نور مشران ورسره مخامخ کېږي، خو ځینې داسې لارې چاري هم شته چې که پام ورته وشي، نو د کورنۍ مشران کولای شي خپل کشران له نشو وساتي.

د میدان وردګو ولایت شفیق الله رحيمي يو داسي پلار دی چې د خپلو اولادونو ښه پالنه او څارنه کوي:

" ټوله ورځ پر اولادونو پيره کوم، اړتیاوې يې ور پوره کوم، مينه ورسره کوم، څارم يې چې له چا سره ناسته ولاړه لري، هیڅکله یې د شپې تر ناوخته د باندې نه پرېږدم."

ارواپوهان د کورنۍ مشرانو ته توصیه کوي چې د خپلو اولادونو د څارنې او روزنې تر څنګ هغوی ته د نشه يي موادو په اړه هم پوهاوی ورکړي.

د ښځینه معتادینو د روغتون د مشرې ډاکټرې خالدې په وينا د کورنۍ د مشرانو له خوا له خپلو اولادونو سره مينه کول د ځوانانو د ناهيلي کېدو مخه نيسي:

"مور او پلار بايد خپلو ماشومانو ته په لومړیو کې لازمه پاملرنه وکړي، د دوی له استعدادونو سره سم کارونه وروسپاري، د دوی د ژوند هدف مشخص کړي، مینه ورسره وکړي او پرې يې نږدي چې يوازي پاته او په نتيجه کې د نشې خوراک شي، همدا راز د یوې سالمې کورنۍ جوړولو لپاره یوه مقتدر مشر ته هم اړتیا شته چې د کورنۍ کارونه تنظیم کړي".

نشه اوس نېږدي د درېيو ميليونو افغانانو کورونو ته د نابللې مېلمنې په توګه ورغلې او دا کورنۍ يې له ډول ډول کړاوونو سره لاس او ګرېوان کړې، په تېره بيا د کورنيو انرژي يعني ځوانان يې له پښو غورځولي دي.

روان پوهان په دې نظر دي چې کورنۍ د ټولنې اساسي واحد دی او يوه کورنۍ هغه وخت ښه پياوړې او له نشو خوندي کېدای شي چې د کور مشران خپل کشران وڅاري او د هغوی سالمه روزنه او پالنه وکړي.

راپور: محمد ایاز ترنک

XS
SM
MD
LG