د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت: نوي ستراتېژي به ۴ اهداف وڅاري


د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د اعتیاد او کوکنارو د کښت سره د مبارزې پنځه کلنه ملي پالیسي جوړوي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت، قاچاق، استعمال او په ضررونو د پوهاوي د څلور کلنې پخوانۍ پالیسۍ وخت پوره شوی، د دغه هېواد د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شته اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نوي پالیسۍ د جوړېدو خبره کوي.

د یاد وزارت چارواکي چې د ښکېلو نورو ادارو سره یوځای د دغې ستراتیژي په جوړولو لګیا دي وايي، د مخدره موادو اړوند ستونزې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال جاوید احمد قایم د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، یاده پالیسي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړیږي.

نوموړی وايي:

"دا پالیسي او تګ‎لاره به د پنځو کلونو لپاره وي چې په هغې کې د اعتیاد، کښت او په څلورو نورو برخو کې خدمات لکه پوهاوی، مخنیوی، تداوي او له تداوي وروسته خدمات شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې دا وخت د افغانستان په زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل کېږي او د ټول نفوس درې نیم میلیونه وګړي یې په نشه‎یي توکو روږدي دي.

یاد وزارت وايي، تېرو ستراتېژیو یې هم د پام وړ نتیجه ورکړې او له همدې امله اوس روږدو کسانو ته د رسېدو کچه او عامه پوهای ډېر شوی دی.

د افغانستان د مخدورو موادو وزارت په تېره کې دا ویلي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو په کښت، تولید او قاچاق کې نړیواله مافیا لاس لري او د مخدرو موادو له درکه ډېرې لاسه راغلې پیسې د وسله‎والو مخالفینو جېب ته لوېږي.

عام افغانان د نشه‎يي موادو تولید، قاچاق او د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډیرېدونکي ګڼي وايي، د حکومت ستراتیژیو او پالیسیو په دې برخه کې کومه نتیجه نه‎ده ورکړي.

له ډلې یې دوو تنو کابل ښاریانو محمد نادر او شاکر احمد ازادي راډيو ته وویل:

"نن سبا چې موږ ګورو د دغو خبرو او ستراتیژیو تطبیق سخت کار دی، په دغه حکومت کې ډېر کسان دي چې خدمت ته صادق نه‎دي، دوی خبرې کوي خو عمل نه.

-دوی پلان او تګ‎لاره جوړوي خو تطبیقوي یې نه، که دوی وغواړي ټول مخدره مواد او دا ستونزه له‎منځه وړلی شي."

له دې سره د چارو کارپوه ګلبازخان وايي، اړتیا ده چې په جوړېدونکې پالیسۍ کې پخوانۍ ټولې نیمګړتیاوې رفع شي او نوي هغه د تطبیق وړ وي.

نوموړی وايي، افغان حکومت باید دا موضوع جدي ونیسي، ځکه په خبره یې که جدي ونه نیول شي د مخدره موادو زیات کښت او استعمال هم دغه هېواد له ناورین سره مخ کولی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG