د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

ټرمپ: پر فلسطينيانو خپلې مرستې ځنډوو


د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ خبردارى ورکړ، که فلسطينيان له اسرائيل سره سوله ونه کړي، مرستې به ورباندې ودرول شي.

پرون د سويس په داوس ښار کې د نړيوالې اقتصادي غونډې پر مهال د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتنياهو سره تر کتنې وروسته ښاغلي ټرمپ وويل، فلسطينيانو په وروستيو کې د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره له کتنې په ډډې کولو د امريکا متحدو ايالتونو بې احترامي کړې ده.

فلسطينيانو روانه مياشت سيمې ته د سفر پر مهال د امريکا له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره له کتنې ډډه وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون يوه کنفرانس ته چې د اسرائيل صدراعظم يې تر څنګ ناست و، خبريالانو ته وويل:

"کله چې دوى يوه اوونۍ مخکې زموږ بې احترامي وکړه، زموږ لوى مرستيال ولسمشر يې پرې نه ښود چې له دوى سره وګوري او موږ سلګونه ميليونه ډالر د مرستې او ملاتړ په توګه ورکړي، بې شماره اندازه مرسته چې هېڅوک يې اندازه نه شي معلومولاى، دا پيسې به تر هغوى دوى ته نه ورکول کېږي چې دوى د مذاکرو مېز ته نه وي ناست."

واشنګټن له مخکې ويلي چې د هغو لومړنيو مرستو نيمايي برخه يې ځنډولې چې په پام کې وه د ملګرو ملتونو هغې ادارې ته ورکړل شي چې د فلسطينيانو لپاره خدمات وړاندې کوي.

د فلسطينيانو مشر مرکچي صائب عريقات وويل، د امريکا له خوا د مرستو د ځنډولو اعلان به فلسطينيان نه اسرائيل ته تسليم او نه به د امريکا د سولې د مذاکرو د غوښتنې منلو ته اړ کړي.

عريقات وويل، ولسمشر ټرمپ کولاى شي په خپلو پيسو ډېر شيان را ونيسي، خو نه شي کولاى زموږ د ملت عزت را ونيسي.

خو هلته په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې څرګندونې تر ډېره حده له مثبت پيغام څخه ډکې وې.

نیکي هیلي
نیکي هیلي

نيکي هيلي پرون د امنيت شورا غونډې ته چې د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ د سولې پر پروسه راڅرخېده، وويل:

"د امريکا متحد ايالتونه په ژوره توګه د اسرائيل او فلسطينيانو ترمنځ همکارۍ ته چمتو دي چې دوى د سولې پر يوه تاريخي تړون سلا شي چې دواړو ولسونو ته ښه راتلونکى په برخه کړي، هغسې چې مو د مصريانو او اردنيانو ترمنځ په بريا دا همکاري وکړه."

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر مياشت کې بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، فلسطينيان او په سيمه کې يې د امريکا ګڼ متحدان خوابدي کړل.

XS
SM
MD
LG