د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

ټرمپ: هر هغه هېواد چې د بیت‎المقدس په اړه زموږ پر ضد رأیه ورکړي مرستې پرې بندوو


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر هغو هېوادونو د احتمالي مالي بندیز ګواښ کړی چې د ده په خبره هم د امریکا پیسې اخلي او هم‌یې پر ضد درېږي.

ډونالد ټرمپ ویلي، هر هغه هېواد چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د امریکا له لوري د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس په رسمیت پېژندلو د پرېکړې پر ضد رأیه ورکړي، د امریکا مالي مرسته به ورباندې بنده شي.

ولسمشر ټرمپ تېر ماښام په واشنګټن کې د کابینې په غونډه کې د وینا پر مهال وویل:

"دوی سلګونه میلیونه او حتی میلیاردونه ډالره اخلي او بیا زموږ په وړاندې رأیه ورکوي. موږ دغو رأیو ته ګورو، پرېږدئ چې زموږ پر ضد رأیه ورکړي، موږ به ډېر څه وسپموو. پروا یې نه‎لرو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د وینا پر مهال
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د وینا پر مهال

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله نن پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې پرېکړې په اړه بېړنۍ غونډه جوړوي چې بیت‎المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.

دا غونډه د اسلامي هېوادونو په غوښتنه دایرېږي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور وویل، د عمومي اسامبلې ۱۹۳ غړي به د هغه پرېکړه‎لیک مسودې ته رأیه ورکړي چې له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي خپله پرېکړه بېرته واخلي.

منصور هیله وښوده چې د ملګرو ملتونو غړي به په لوی اکثریت دا پرېکړه‎‎لیک تصویب کړي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یو بل ورته پرېکړه‎لیک د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د امریکا له لوري ویټو شو.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هم پر خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی وو چې متحده ایالات به هغه کسان په یاد ولري چې د دې په خبره د بیت‎المقدس په اړه د امریکا د خلکو د انتخاب پر وړاندې رأیه ورکوي.

دا وایي:

"د ډسمبر پر ۲۱مه نېټه به زموږ پر انتخاب انتقاد وشي. امریکا به‌یې نومونه واخلي."

د دغې اسامبلې مشر میروسلاو لایچاک "Miroslav Lajcak" د ولسمشر ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو دا یې ویلي چې دا د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو حق او مسؤلیت دی چې خپل نظرونه څرګند کړي.

میروسلاو لایچاک
میروسلاو لایچاک

دغه‌راز د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو لوړپوړو ډیپلوماتانو د نوم نه‌ښودلو په شرط د نیکي هیلي د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلی.

د اسلامي هېوادونو یوه ډیپلومات ویلي، متحده ایالات کله چې نورو ته د قناعت ورکولو لپاره بله قانوني لاره نه‎لري، دا ډول څرګندونې کوي.

یوه لوېدیځ ډیپلومات بیا دا کمزوری تاکتیک بللی دی او یوه بل اروپایي ډیپلومات ویلي چې هیلي په‎دې ډول نور هېوادونه نه‎شي کنټرولولی.

سره له دې چې فلسطین بیت‎المقدس د خپل راتلونکي هېواد پلازمېنه ګڼي، خو ټرمپ د ډسمبر پر شپږمه بیت‎المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده او دا پرېکړه له پراخو انتقادونو سره مخامخ شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG