د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

فلسطینیانو بیت المقدس ته د مایک پنس د سفر پرضد پراخ اعتراضونه پلان کړي


فلسطینیانو بیت المقدس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د سفر پرضد پراخ اعتراضونه پلان کړي دي.

فتح غورځنګ له فلسطینیانو غوښتنه کړې چې بیت المقدس ته د متحد ایالاتو د مرستیال ولسمشر مایک پنس د سفر پر ضد پراخې مظاهرې وکړي.

د فلسطیني ادارې د رئیس محمود عباس په مشرۍ دې ډلې پرون په یو بیان کې غوښتنه کړې چې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پېژندنې د پریکړې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستیال د سفر پر ضد باید پراخ اعتراضونه وشي.

ټاکل شوې ده چې پنس د دیسمبر په شلمه یعنې د را روانې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» بیت المقدس ته سفر وکړي.

هغه په داسې حال کې بیت المقدس ته روان دی چې په منځني ختیځ کې حالات خورا زیات کړکېچن شوي او د ملګرو ملتو امنیت شورا هم پرون د امریکا د ولسمشر د پرېکړې د رد په خاطر د یو پرېکړه لیک پر مسودې خبرې پیل کړې.

په دې پریکړه لیک کې به دا طرح تصویب ته وړاندې شي چې د بیت المقدس په مؤقف کې بدلون هېڅ راز حقوقي اعتبار نه لري او باید رد شي.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس

دا طرح مصر وړاندې کړې او ډیپلوماټان وايي چې ښايي په امنیت شورا کې په دې اړه سبا دوشنبې رأی واخېستل شي.

فرانس پرېس خبري آژانس چې د مسودې یوه نسخه یې ترلاسه کړې راپور ورکوي چې په پریکړه لیک کې پرته له دې چې د بیت المقدس د رسمیت پېژندو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې یادونه وشي ویل شوي چې د بیت المقدس په حقوقي موقف کې بدلون خواشینوونکې خبره ده او ټینګار شوی چې دا مسئله باید د خبرو له لارې حل شي.

په مسوده کې همدا راز ویل شوي، هر راز پریکړې او اقدام چې د بیت المقدس خصوصیت، موقف او ډیموګرافیک جوړښت بدل کړي حقوقي اعتبار نه لري او باطل دی او باید فسخ شي.

ډیپلوماټان وايي، تمه ده چې متحد ایالات به په امنیت شورا کې د دې پریکړه لیک په وړاندې د ویټو له رأی کار واخلي، خو اټکل کېږي چې که د شورا ټول ۱۴ غړي نه وي نو لږ تر لږه اکثریت غړي به یې په پلوي رأی ورکړي.

XS
SM
MD
LG