د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

چین: هیله‌مند یو چې امریکا به د ډېرې ټیټې لوبې ذهنیت پای ته ورسوي


چین د امریکا له متحده ایالاتو وغوښتل چې د رقابت پر ځای دوه اړخیزې همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي، ځکه دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو چین خپل رقیب وباله او ویې‌ویل چې د امریکا د قدرت په وړاندې د درېدو هڅه کوي، پیکېنګ وایي، د چین او متحده ایالاتو ترمنځ همکاري به د دواړو لورو په ګټه وي، خو تقابل به د دواړو لورو په زیان وي.

په امریکا کې د چین سفارت په خپله وېب‎پاڼه کې ویلي چې چین هیله‎مند دی چې متحده ایالات به د ډېرې ټیټې لوبې ذهنیت پای ته ورسوي او توپیرونو ته په درناوي به د ګډ دریځ لپاره هڅه وکړي.

امریکا ته په کار ده چې د چین پرمختګ ومني.

د چین سفارت وایي، د متقابل احترام پر اساس چین غواړي چي د متحده ایالاتو په ګډون له نورو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي، خو متحده ایالاتو ته په‎کار ده چې د چین پرمختګ ومني.

د امریکا د ملي امنیت په اړه په هغه نوې ستراتېژۍ کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون اعلان کړه، د امریکا لومړي اصل ته لومړیتوب ورکړل شوی او چین او روسیه دواړه هغه رقیب هېوادونه بلل شوي چې هڅه کوي د امریکا امنیت او سوکالۍ ته زیان ورسوي.

په داسې حال کې چې متحده ایالات چین او روسیه د رقیبو هېوادونو په توګه نوموي، ولسمشر ټرمپ په خپله هڅه کوي چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره پیاوړې اړیکې ټینګې کړي.

شي جین پینګ او ډونالد ټرمپ
شي جین پینګ او ډونالد ټرمپ

دواړه لوري دا هڅه هم کوي چې د شمالي کوریا د اټمي او راکټي پروګرامونو مخه ونیسي.

ټرمپ وویل، متحده ایالات له روسيې، چین او نورو هېوادونو سره "فوق‌العاده مشارکت" غواړي، خو تل به د خپلو "ملي ګټو" ساتنه کوي او د امریکا ګټو ته به لومړیتوب ورکوي.

روسیې تر اوسه د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ په اړه رسمي عکس‌العمل نه‎دی څرګند کړی.

ټرمپ د ایران او شمالي کوریا په ګډون له ترورېزم سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه په ډېرو مواردو کې د امریکا د مخکېني ولسمشر پر دریځ او اقداماتو انتقادونه وکړل.

هغه بیا د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې په اړه خپلې تُندې خبرې تکرار کړې او ویې‌ویل چې د ملي امنیت لپاره یو مهم اصل به پر واقعیتونو یا ریالیزم ولاړ وي.

د امریکا ولسمشر وویل چې پاکستان باید له افراطي ډلو سره په مبارزه کې جدي شي او د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف مبارزه‌‌يې وستایله.

XS
SM
MD
LG