د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۴

په ایران کې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب ۳۰ مه کلیزه ولمانځل شوه


په ایران کې نن د دغه هېواد د اسلامي انقلاب ۳۰ مه کلیزه ولمانځل شوه

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د ۳۹ مې کلیزې په لمانځغونډه کې خلک یووالي ته راوبلل، دقیقاً له هغو تاوتریخجنو او پراخو مظاهرو څو اوونۍ وروسته چې ګڼ ایرانیان د ده د حکومت او رژیم پر ضد راپاڅېدلي وو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

په تهران کې د یکشنبې د ورځې غونډې ته روحاني په وینا کې وویل:

"زه غواړم راتلونکی کال چې د انقلاب ۴۰ مه کلیزه لمانځو، د یووالي کال وي. "

په تهران کې لکونه خلک په ازادۍ څلورلاري کې راټول شوي وو او د روحاني خبرې یې اورېدې.

دوی همداراز د امریکا متحده ایالتونو او اسرائیل بیرغونه وسوځول او د دغو هېوادونو پر ضد یې شعار ورکاوه.

د ایت الله روح الله خمیني په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب د ۱۹۷۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۱ مه د امریکا له ملاتړه برخمن پاچا رضا پهلوي په پرځولو بري ته ورسېد.

په ایران کې د اسلامي انقلاب له ۳۹ مې کلیزې په داسې حال کې لمانځنه وشوه چې یوازې څو اوونۍ مخکې میليونونه خلک د ایران په شااوخوا ۷۰ لویو ښارونو کې سړکونو ته ووتل او د رژیم ضد مظاهرې یې وکړې. دا مظاهرې چې د ۲۰۰۹ میلادي کال تر انتخاباتو وروسته په څو کلونو کې لویې مظاهرې وبلل شوې او خلکو د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د لېرې کولو غوښتونکي شول، پکې ۲۵ کسان ووژل شول او څه باندې درې زره نور د حکومت له خوا بندیان کړای شول.

د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د ایران ولسمشر حسن روحاني وروستۍ مظاهرې په بهر کې پلان شوې یادې کړې او ویې ویل چې امریکا غواړي زموږ په داخلي چارو کې مداخله وکړي.

د نړۍ له پنځه جمع یو اټمي قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړون سره سره دا هېواد له اقتصادي فشارونو ځورېږي، خو ولسمشر یې خلکو ته ژمنې ورکړې چې ډېر خلک به په دندو وګماري او اقتصادي وضعیت به ښه کړي، هغه ژمنې چې ده د ولسمشرۍ په پیل کې هم ورکړې وې.

په ایران کې څو اوونۍ مخکې پراخې مظاهرې د همدغو بدو اقتصادي شرایطو په خاطر پیل شوې وې چې لمن یې د رژیم پر ضد تر شعارونو وغځېده.

لوېدیځ هېوادونه له هغې ډلې امریکا د ایران اټمي پروګرامونه د نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکي بولي، خو په خپله ایران ټینګار کوي چې اټمي پروګرام یې سوله ییز اهداف تعقیبوي.

تازه د یکشنبې په ورځ هم ایران خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ او د اسلامي انقلاب په کلیزه کې یې یو لېرې واټن ویشتونکی میزائل چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن وهي، د تهران پر سړکونو وګرځاوه.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG