د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۹

نبنزیا: باور نه‌لرو چې واشنګټن به د یوې ادعا د اثبات لپاره دلایل ولري


په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، مسکو باور نه‌لري چې واشنګټن به د هغې ادعا د اثبات لپاره کافي دلایل ولري چې وايي، ایران په یمن کې حوثي یاغیانو ته توغندي استولي دي.

واسیلي نبنزیا وویل، پر ایران د بندیزونو د زیاتېدو سره به مخالفت وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي دا څرګندونې پرون وروسته له هغې وکړې چې په واشنګټن کې یې پر نورو شواهدو سربېره د یو توغندي پاتې شوني مشاهده کړي چې د واشنګټن په وینا د نومبر په میاشت کې د حوثي یاغیانو له‌خوا پر سعودي عربستان توغول شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۴ غړي د دې شواهدو د لیدلو لپاره د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته بیولي وو.

XS
SM
MD
LG