د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د فبرورۍ ۱۴مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د پاڅون نړېواله ورځ ده


د فبرورۍ ۱۴مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد د میلیوني پاڅون له نړېوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرضد د میلیوني پاڅون نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ښځو د حقونو د ملاتړ د یوشمېر ادارو په وینا، لاهم په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې موجودې دي او ورځ تربلې ډېرېږي.

د افغان ښځو شبکې مشرې حسینې ساپۍ د چهارشنبې په ورځ په دې اړه د یوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې رسنیو ته وویل، له کمپاین څخه یې هدف دا دی، څو په ګډه د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅې شي.

اغلې ساپۍ زیاته کړه:

"زموږ دغه پاڅون له ۲۰۱۳ میلادي کاله پیل شوی او هر کال یې په یوه نوي شعار سره لمانځو، زموږ هدف دا دی چې موږ باید یوځای په ګډه سره له تاوتریخوالي سره مبارزه وکړو، کوم معلومات چې موږ لرو، د تېر کال په پرتله سږکال د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی."

که څه هم د افغان ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دقیقې شمېرې وړاندې نه کړې، خو د افغانستان د ښځو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې د تاوتریخوالي ۱۱۹ جدي قضیې له دوی سره ثبت شوي چې ډېرې يې د هېواد په شمال کې پېښې شوې دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یوه ۲۲ کلنه ښځه د ناروا جنسي اړیکو په جرم، د یوشمېر کسانو له لورې په لرګیو ووهل شوه.

له دې نېږدې دوه کاله وړاندې په غور ولایت کې د رخشانې په نامه یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم، د دولت د وسله والو مخالفینو له لورې په یوه صحرايي محاکمه کې ووژل شوه، همداراز څو کاله وړاندې بیا په مرکز کابل کې د فرخندې په نامه یوه نجلۍ، د قران پاک د سوځولو په تور په عام محضر کې د لسګونه کسانو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او وروسته يې جسد ته اور واچول شو.

د تاوتریخوالي د یوې افغانې مېرمنې جسد
د تاوتریخوالي د یوې افغانې مېرمنې جسد

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیسې شکیلا نظري د چهارشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اړین پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

نوموړې وویل:

"زموږ ډېره هڅه داده چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاینونه د هېواد په لرو پرتو سېمو کې، چېرته چې ډېره اړتیا ده، پلي کړو، زه د ښځو چارو وزارت د یوې مسؤلې په توګه ژمنه کوم چې د ښځو د ژوند ښه کېدو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره به اړین ګامونه اخلو."

ناموسي وژنې، جنسي تېري، له وخته مخکې ودونه، وهل ډبول، بېوزلي، په بدو کې د نجونو ورکول او بد رد ویل، د تاوتریخوالي هغه موارد دي چې د افغانستان د ښځو چارو د وزارت په وینا، افغان مېرمنې ورسره مخ دي.

د افغان ښځو شبکې او د افغانستان د ښځو چارو وزارت دغه شان له دیني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په جومانونو کې خلکو ته تبلیغ وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG