د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د ښځو د ټولنیز جنسیتي توازن لپاره د مېرمن حلیمې هڅې!


د ټولنیز جنسیتي توازن یوه مبارزه مېرمن.

د مخکښې ښځې د دې اوونۍ په خپرونه کې د زهره حلیمې له ژوند او کارونو سره اشنا کېږئ.

نوموړې د کابل پوهنتون د شریعاتو له پوهنځي څخه فارغه شوې، خو د تحصیل تر څنګ‌یې کار هم کاوه.

په داسې حال کې چې مېرمن زهره حلیمي د لومړي کال محصله وه په بېلابېلو ادارو کې یې د ښځو د ټولنیز جنسیتي توازن لپاره هڅې کولې او له خلکو سره د شته توپیريز چلند په اړه استدلال کوي.

د ازادي راډیو خبریال او د مخکښې ښځې خپرونې کوربه یوسف ځدراڼ دا اوونۍ له اغلې حلیمې سره د هغې د ژوند او مبارزې په اړه غږېدلی دی.

تاسې د مخکښې ښځې خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG