د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

په لسګونو ښځو په اسلام اباد کې د پښتنو له غوښتنو ملاتړ وکړ


د خېبر پښتونخوا په لسګونو ښځو په اسلام اباد کې د فاټا او نورو پښتنو سيمو د سياسي او مدني فعالانو په غونډه کې د ګډون پر مهال د هغوئ د غوښتنو ملاتړ اعلان کړی دی.

د پنجشنبې په ورځ د پېښور، مردان او اسلام اباد يو شمېر ښځينه سياسي او مدني فعالانې د قافلې په شکل کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د احتجاج ځای ته ورغلې.

احتجاج کوونکو د دوی هرکلی وکړ او پر دې مهال ځينو ښځينه فعالانو ويناګانې وکړې.

د ښځو په استاذيتوب په ښځو کې د سياسي پوهې خپرونکې يوې ناحکومتي ادارې مشرې ګلالۍ اسماعيل په اردو او پښتو ژبو وينا وکړه او د پښتنو پر خاوره د روان ناورين پر مختلفو اړخونو يې رڼا واچوله.

د يوه منظم پلان له مخې د ترهګرۍضد جګړې پر مهال د پښتنو قبايلي او سياسي مخور وژل شوي دي چې دارنګه پښتانه بې مشره شي چې بيا هغه په اسانه سره د خپلو هدفونو لپاره استعمال کړل شي. ګلالۍ اسماعيل

دې وويل چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال چې کله هم د پښتنو په سيمه کې پوځي عمليات کېږي نو د دې له ادعا سره سم پر ولسي ځايونو بمبارۍ کېږي، خو چې کله په پنجاب کې د مشکوکو ترهګرو پرضد عملیات کېږي نو بمباري نه بلکې هدفي عمليات کېږي.

هغې تور پورې کړ چې د يوه منظم پلان له مخې د ترهګرۍضد جګړې پر مهال د پښتنو قبايلي او سياسي مخور وژل شوي دي چې دارنګه پښتانه بې مشره شي چې بيا هغه په اسانه سره د خپلو هدفونو لپاره استعمال کړل شي.

ګلالۍ اسماعيل وويل چې دوی د اعتراض کوونکو د غوښتنو ملاتړکوي.

دې زياته کړه چې فاټا دې له ماینونو پاکه کړل شي، ماورا عدالت قتلونه دې ودرول شي، خلک دې پر امنيتي پوستو نه ځورول کېږي او لادرکه کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

يوې بلې مدني فعالې مهرين اپريدۍ ته هم د وينا موقع ورکړل شوه.

په اسلام اباد کې د پښتنو د درنې اته ورځې پوره شوې
په اسلام اباد کې د پښتنو د درنې اته ورځې پوره شوې

هغې وويل چې پښتانه د جګړې جوړېدل نه غواړي.

هغې زياته کړه چې پر فاټا تور قانون او توره پاليسي تپل شوې ده او دوی نور ددې تور قانون او تورې پاليسۍ منلو ته تيار نه دي.

هغې دا هم وويل چې د فاټا خلکو په ډېره مينه او ستړيو خپل کورونه اباد کړي ووچې پکې يې له ستنې واخلې تر صندوقه پورې هر څه راغونډ کړي وو خو د ترهګرۍضد جګړې له وجې يې پرېښېدلو ته اړل شول خو چې کله ستانه شول نو ودان کورونه يې وران ويجاړ پراته و.

مهرين اپريدۍ زياته کړه چې اوس چې خپل کلي کور ته مړۍ هم وړي نو اجازت نامه به اخلي.

خپل کلي کور ته چې مړۍ هم وړو نو اجازت نامه به اخلو. مهرين اپردۍ

هغې وويل چې د فاټا او خېبر پښتونخوا درسګاوې ( تعلمي ادارې) په قتل ګاوو بدلې کړل شوې.

بل خوا د سوات په مېنګوره ښار کې هم په لسګونو کسانو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلنه د اسلام اباد د درنې «احتیجاج» په ملاتړ غونډه وکړه.

د اسلام اباد دغه درنا د جنورۍ له ۲۶ مې د لاريون په بڼه کې له ټانکه پیل شوې وه او فبرورۍ پر لومړۍ اسلام اباد ته رسېدلې وه.

د پنجنشبې په ورځ د درنې اتمه ورځ وه خو لاهم يې له حکومت سره شوي مذاکرات کاميابه شوي نه دي.

د درنې «احتیجاج» يو مخکښ بلال محسود مشال راډیو ته وويل چې د دوی ۱۵ کسيزې مذاکراتي ډلې د پنجشنبې په ورځ د پوځ د اطلاعاتو ادارې ای اېس پي ار له مشرمېجر جنرال اصف غفور سره وليدل او هغه ته يې خپلې غوښتنې کېښودلې.

حکومت د احتجاج کوونکيو د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی خو هغه وايي ترڅو يې په ليکلې بڼه کې يې غوښتنې و نه منل شي دوی د درنا نه ختموي.

خو دده په وينا د غوښتنو په منلو کې څه پرمختګ و نه شو البته دوی به په راتلونکي کې يو ځل بيا له پوځ سره ويني.

خو د پوځ اطلاعاتو ادارې ددې ملاقات تصديق نه دی کړی.

تر دې وړاندې هم مذاکراتي ډلې له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ليدلي وو خو هغه ملاقات هم بې نتيجې پای ته رسېدلی وو.

د درنې مشران وايي چې که څه هم حکومت د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی دی خو دوی بیا پر ډاډ یقين نه کوي بلکې وايي چې ترڅو يې په ليکلې بڼه کې غوښتنې نه وي منل شوې درنا «احتیجاج» نه ختموي.

XS
SM
MD
LG