د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته راغلی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سې شنبې په ورځ په یوه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی دی.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، تمه ده چې د پوځ مشر به کابل ته د سفر پر مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت او د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال نېکلسن او همدا شان له خپل افغان سیال سره وویني.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه په داسې وخت کې د کابل سفر کوي چې پاکستان د امریکا له‌خوا تر سختو فشارونو لاندې دی او د دواړو هېوادونو اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې کړکېچنې شوې دي.

د امریکا و پاکستان اړیکې تر هغې وروسته خرابې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې د جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او پر پاکستان‌یې په‌کې سختې نیوکې وکړې.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

دا اړیکې د روان کال په لومړۍ نېټه تر هغې وروسته لا پسې ترینګلې شوې چې ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړ او ویې‌ویل:

"پاکستان په تېرو ۱۵ کلونو د امريکا نه ۳۳ میلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړي، خو په بدل کې یې دروغ ويلي، دوکه‌يې کړې او پر خپله خاوره‌يې ترهګر ساتلي دي."

امریکا تر دې وروسته له پاکستانه غوښتنه وکړه چې پر خپله خاوره دې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو پر ضد کوټلي اقدامات وکړي او همدا شان‌یې پاکستان ته پوځي مرستې هم وځنډولې.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان پر خپله خاوره حقاني شبکې او نورو ترهګرو ته پناه ورکړې چې له دغه ځايه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره‌يې د ټولو ترهګرو پر ضد بې‌طرفه عملیات کړي او ادعا کوي چې امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسؤلیت پر پاکستان اچوي.

د پاکستاني پوځ مشر تر هغې وروسته د کابل په سفر دی چې د تېرې میاشې په وروستۍ نېټه د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر معصوم ستانکزی او د کورنيو چارو وزیر ويس احمد برمک د اسلام‌اباد سفر کړی و.

د یادونې وړ ده چې کابل ته د پوځ د مشر تر سفر مخکې تېره اوونۍ د پاکستان یوه بل پلاوي هم کابل ته سفر کړی او له افغان چارواکو سره‌یې پر یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG