د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

مستغني: افغان او پاکستاني چارواکي پر مهمو مسئلو توافق ته نه دي رسېدلي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان او پاکستاني چارواکي پر هغو مسئلو چې افغان لوري ته لومړیتوب لري، موافقې ته نه دي رسېدلي.

دغه وزارت وايي چې په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرو کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د یکشنبې په ماسپښین «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستاني لوري د افغان حکومت غوښتنو ته واضح او روښانه ځواب نه دی ورکړی او هغه څه چې افغان لوري ته یې لومړیتوب درلود، پکې پرمختګ نه دی شوی.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

ښاغلي مستغني وویل:

"موږ نتیجه محوره، مشخص، په خپل وخت، په ځانګړې توګه له ترورېزم سره مبارزې، د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې لپاره د جوړجاړي په برخو کې د اقداماتو شاهدان نه وو، هغه څه چې افغانستان ته لومړیتوبونه وو، موافقې ته نه دي رسېدلي، نو له همدې امله د "عمل ګډ پلان" د کار د دوام لپاره هېڅ پرېکړه نه ده شوې."

دوه اوونۍ وړاندې اسلام اباد او کابل د سولې او یووالي دعمل ګډ پلان په چوکاټ کې درې ناستې شوي چې وروستۍ هغه یې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو د مرستیالانو په کچه ترسره شوه.

په اسلام اباد کې د دوه ورځنیو خبرو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم پر خپل ټوېټر ولیکل چې پرځینو مواردو موافقې شوي، خو پر یو شمېر نورو مسئلو لا هم کار ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې اسلام اباد د افغانستان په ډېرو ستونزو کې لاس لري او دې موضوع ته په اشارې سره وايي چې ښايي خبرې دومره ژر نتیجه هم ورنه کړي.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

خو دا چې ولې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ بې نتیجې پای ته ورسېد، په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلومات احمد سعیدي دغه پوښتنه داسې ځوابوي:

"د افغانستان معضله یوه لویه معضله ده، دا افغاني، سیمه ییزه او نړیواله موضوع ده چې په کې روسیه، چین، ایران، امریکا، سعودي عربستان او نور هېوادونه ښکېل دي، تر هغې پورې چې په لوړه کچه خبرې ونشي، دا موضوع داسې نه حلېږي."

پاکستان تل د افغانستان له لورې له ترورېزم څخه د ملاتړ او د دغه هېواد پر وړاندې د دوه ګوني سیاست په لرلو تورن شوی، خو اوس پر پاکستان د نړیوالو فشارونو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ډېرې ترینګلې او حساسې کړې دي.

ښاغلی سعیدي دې موضوع ته په اشارې سره وايي چې د نړیوالو فشارونو زیاتېدل او د ترورېزم پر وړاندې د همکارۍ لپاره د پاکستان مجبورول تر ټولو ښه لار ده چې افغانستان یې باید ونیسي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG