د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ولسي جرګه: افغانستان برلاسی دی او پاکستان دې نور دوه ګونی سیاست پرېږدي


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان ښه برلاسی دی او پاکستان ته ښيي چې نور له دوه ګوني سیاسته لاس په سر شي.

وروسته له هغې چې کابل او اسلام اباد د سولې او یووالي د عمل پلان په چوکاټ کې د تر سره شویو خبرو د نه پرمختګ په اړه وویل، د ولسي جرګې اداري پلاوی وايی، افغانستان په دغو خبرو کې برلاسی او ښه ملاتړ لري.

د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» ازادي راډيو ته وویل، دا چې اسلام اباد د افغانستان په ډېرو ناخوالو کې لاس لري، نو شاید دا خبرې ژر نتیجه ورنه کړي، خو په وینا يې چې افغانستان دا وخت یوازې نه دی.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان باید اوس یو طرفه سیاست وکړي، نه دوه مخی سیاست، ځکه افغان ولس خپل غږ ټولو نړیوالو ته ورساوه او نړیوال په دې ښه پوه شوي چې افغان حکومت په دې خبرو او موضوع کې ښه برلاسی دی، ځکه دوی وشو کولای چې واقعیتونه نړیوالو ته وښيي او دوی د ځان ملګري کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او یووالي د عمل پلان په چوکاټ کې له تېرو دوه اوونیو راهیسې په کابل او اسلام اباد کې دری ناستې وشوې.

وروستۍ یوه غونډه پرون د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پای ته ورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غونډې له پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، د افغانستان او پاکستان لوړپوړي پلاوي پر هغو مسئلو چې افغان لوري ته لومړیتوب لري، موافقې ته نه دي رسېدلي.

په بیان کې ویل شوي چې دواړو لورو د همکاریو د پراختیا لپاره د میکانیزم پرجوړولو پرمختګ کړی، خو د ترورېزم پر ضد په مبارزه، د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې لپاره په جوړجاړي کې موافقې ته نه دي رسېدلي.

په اسلام اباد کې د دوه ورځنیو خبرو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم پر خپل ټوېټر ولیکل چې پرځینو مواردو موافقې شوې، خو پر یو شمېر نورو مسئلو لا هم کار ته اړتیا ده.

د افغانستان له لوري د دغو مذاکراتو مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د پاکستان له لوري بیا د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه په غاړه لري.

خو پوښتنه دا ده چې د دواړو لورو له لېوالتیا او تګ راتګ سره ولې په مهمو موضوعاتو تفاهم نه رامنځته کېږي؟

په پاکستان کې پخوانی افغان ډيپلوماټ او د نړیوالو چارو څېړونکی احمد سعیدي وايي، د اسلام اباد او کابل تر منځ ستونزې خورا ژورې دي او په لوړه کچه خبرو ته اړتیا لري.

احمد سعیدي
احمد سعیدي

دی وایي:

"د افغانستان ستونزه یوه غټه ستونزه ده، دا افغاني، سیمه ییزه او نړیواله موضوع ده چې په کې روسیه، چین، ایران، امریکا، سعودي عربستان او نور هېوادونه ښکېل دي، تر هغې پورې چې په لوړه کچه خبرې ونشي، دا موضوع داسې نه حلېږي. "

د ښاغلي سعیدي په خبره، پر پاکستان د نړیوالې ټولنې په خاصه توګه د امریکا فشارونه د دې لامل شوي چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو ترینګلو اړیکو د بیا رغولو لپاره هڅې وکړي

ښاغلی سعیدي وایي، تېرو تجربو ته په کتو په پاکستان باور کول له ځان تېرايستلو وراخوا بل څه نه شي کېدای، ځکه نو باید په دغو خبرو کې سییمه ییز او نړیوال قدرتونه شامل وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG