د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

ویسا: ایا پاکستان دوست دی، که دښمن؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اسلام اباد کې پر روانو خبرو او په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج څخه د افغان حکومتي مشرانو پر ملاتړ بحثونه کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه لیکلي دي چې دا پلاوی داسې مهال اسلام اباد ته تللی چې افغان حکومت په هېواد کې د وروستیو بریدونو پړه، چې ولس یې د ویر پر ټغر کېنولی دی، په هغه چا ور اچوي چې پاکستان ورسره مخامخ اړیکې لري.

ورځپاڼې دې او د ولسمشر اشرف غني دې شعار ته په اشارې چې پاکستان دې د افغانانو له دښمنۍ لاس واخلي، پوښتنه کړې ده چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په څه ډول دي، پاکستان دوست دی او که دښمن؟

ورځپاڼې لیکلي دي، که پاکستان دوست او یو باوري ګاونډی وي، نو دا سفرونه او د ګډ کار لپاره روانې هڅې توجیه کېدای شي، خو که خبره د دې برخلاف یعنی پاکستان دښمن وي، نو دا هڅې هېڅ معنی نه لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان پلاوي د خبرو په اړه لیکلي دي چې په روانو خبرو کې چې تر ډېره له ترورېزم سره په مبارزه کې پر همکارۍ او د سولې او کډوالو د راستنېدلو پر مسایلو متمرکزې دي، ځینې پرمختګونه شوي دي.

ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت په حواله وړاندې لیکي چې تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال پر ځینو مواردو هوکړه شوې وه او پر پاتې مسایلو به په اسلام اباد کې هوکړه وشي.

خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې دا پرمختګونه او هوکړې په کومو مواردو کې شوي دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د همکارۍ لپاره د ژمنو پر ځای عمل او د ملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې د اوس دور په خبرو کې رامنځته شوي دي.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي دي چې افغانستان نور د دی وخت نه لري چې د اسنادو د برابرولو لپاره یې ضایع کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د کابل او اسلام ترمنځ د پلاوو تګ راتګ داسې مهال کېږي چې په کابل کې له خونړیو بریدونو وروسته پاکستان د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا تر سخت فشار لاندی دی.

ورځپاڼې د ځینو کتونکو په حواله لیکلي دي، که پر اسلام اباد د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونه دوام وکړي، نو پاکستان به هرو مرو ورته تسلیمېږي.

په پاکستان کې د پښتنو له روان احتجاج نه د افغان حکومت د مشرانو ملاتړ هم د کابل ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.

ملي ارمان:

ملي آرمان ورځپاڼې په اسلام اباد کې د پښتنو له روان احتجاج څخه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملاتړ په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دی په پاکستان د پښتنو له دغه مدني حرکت څخه چې د افراطیت او ترورېزم په خلاف پیل شوی دی، ملاتړ کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان ولسمشر په ټویټر کې په خپل یو پیغام کې له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له مدني ټولنې غوښتي دي چې د دا ډول خوځښتونو ملاتړ وکړي.

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې لیکلي دي چې د پښتنو دې احتجاج چې نن لسمې ورځې ته ننوت د پاکستان حکومت په جدي توګه اندېښمن کړی دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په اسلام اباد کې د پښتنو د روان احتجاج په اړه د ولسمشر اشرف غني د پیغام دا برخه راخیستې چې ویلي یې دي دا احتجاج د تند لارۍ په وړاندې یو غوره ګام دی او دا د هر یو کس اخلاقي دنده ده چې ملاتړ یې وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر په خپل پیغام کې د کابل وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې لیکلي دي چې افغانان او د سیمې خلک دې د ترورېزم پر ضد یو شي او داسې ښکاري چې په اسلام اباد کې د پښتنو روان لاریون د دی غوښتنې ځواب او د تُندلارۍ پر ضد د پاڅون نښې دي.

XS
SM
MD
LG