د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

مستغني: یو افغان پلاوی پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره اسلام اباد ته ولاړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو لوړ رتبه افغان ملکي او پوځي پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۰» ازادي راډیو ته وویل دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره "د سولې او یوالي د عمل د پلان" په چوکاټ کې پر پاتې مواردو بحث او توافق وکړي.

مستغني: دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر یو لړ مسائلو خبرې وکړي.
مستغني: دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره پر یو لړ مسائلو خبرې وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغه سفر هدف داد چې د واړو هېوادونو لوړ رتبه پلاوي به د افغانستان او پاکستان "د سولې او یووالي د عمل پلان" له تروریزم سره په مبارزه کې همکاري، سولې، د کډوالو راستنېدل او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي، پر دغه ګډ پلان کار پیل شوی، یو لړ پرمختګونه هم شوي افغان پلاوی به له خپل پاکستاني سیال سره د "سولې او یوالي د عمل د پلان" په چوکاټ کې پر نورو مهمو مواردو بحث او توافق وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان پلاوی پاکستان ته رسېدلی دی:

افغان پلاوی داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمنه جنجوعه په مشرۍ یوه پاکستاني پلاوی کابل ته سفر کړی و.

شکیب مستغني وايي چې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په جریان کې د "سولې او یوالي د عمل د پلان" په چوکاټ کې پر یو شمېر برخو توافق شوی و او پر پاتې مهمو مواردو به یې پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر په جریان کې توافق وشي.

ښاغلی مستغني زیاتوي چې پاکستان ته په تللي افغان پلاوي کې د ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست استازي هم ګډون لري.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو سره په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودیت په اړه د اسنادو د شریکولو په هدف اسلام‎اباد ته تللي وو.

د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي له پاکستانه تر راسنتېدو وروسته رسنیو ته وویل، پاکستان دا ومنله چې خاوره ‌یې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.

بل خوا د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې ارین یون د سولې او ثبات لپاره د هر اقدام هرکلی کوي او وايي، ځکه سفر ته خوشبینه نه ده چې پاکستان پر کړیو ژمنو او توافقاتو عمل نه کوي.

ارین یون
ارین یون

نوموړي زیاته کړه:

"زه خوشبینه نه یم، ځکه پاکستان موږ ته څو ځلې امتحان را کړی چې دوی« پاکستان»په خپلو ژمنو کې صادق نه دی، بیا هم افغان ولس د هر هغه اقدام او عمل چې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي هرکلی یې کوي، دغه سفر ځکه ګټور نه دی چې پاکستان په بیا بیا پر کړیو توافقاتو عمل نه دی کړی او نه یې کوي."

اغلې یون زیاتوي نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه دا امریکا متحده ایالات باید پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او پوځي فشارونه راوړي، څو له افغانستان سره پر کړیو ژمنو عمل وکړي چې په دې سره به افغانستان او سیمه کې ترهګرۍ له منځه ولاړه شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG