د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

امریکا درې پاکستاني وګړي د نړیوالو ترورېستانو په توګه وپېژندل


د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د فبرورۍ په اوومه نېټه ویلي چې دوی رحمان‎زیب، فقیر محمد، حزب‎الله استم خان او دلاور خان نادر خان د نړیوالو ترورېستانو په تور لېست کې شامل کړي دي.

امریکا وایي، دغه کسان د افغان طالبانو، القاعده او لشکر طیبه په ګډون په پاکستان کې له دېره یاغي وسله‎والو ډلو سره تړاو لري.

د دغه وزارت له‎خوا په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان یادو درېیو تُندلارو ډلو ته مالي او لوژستیکي ملاتړ، د چاودېدونکو موادو او هم د ټکنالوژۍ په برخه کې مرسته برابروله.

د ترورېزم او مالي منابعو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیالې سیګال ماندلکر «Sigal Mandelker» وویل، دغه وزارت په پرله‎پسې او جدي ډول هغه تُندلاري تعقیب او افشا کوي چې په ټوله جنوبي اسیا کې د ترورېستي سازمانونو ملاتړ کوي او غیر قانوني مالي شبکې اداره کوي.

هغې زیاته کړه:

"موږ پر پاکستاني حکومت او په سیمه کې پر نورو هېوادونو غږ کوو چې دغو خطرناکه افرادو او سازمانونو ته په ځای نه‌ورکولو سره زموږ سره کار وکړي."

دا اعلان دوه اوونۍ وروسته له هغه شوی چې د امریکا متحده ایالاتو شپږ تنه افغان طالبانو او حقاني شبکې سره د همکارۍ په تړاو په تور لېست کې شامل کړل.

دغه کسان هم په پاکستان کې مېشت وو او له طالبانو سره‌یې اړیکې درلودې.

د امریکا په تور لېست کې د نویو شامل شویو کسانو یو تن محمد نومي په اړه ادعا کېږي چې په فارس خلیج کې یې لشکر طیبه ته مالي مرستې راټولې کړي او هم‌یې له اوږدې مودې راهیسې له هغو ډلو سره اړیکې درلودې چې د افغانستان په عملیاتو کې ښکېلې دي.

دوه نور کسان‌یې بیا د شیخ امین‎الله پر ځای په کار کولو تورن دي.

شیخ امین‌الله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې القاعده او افغان طالبانو سره د همکارۍ په تړاو په تور لېست کې شامل شوي و.

د امریکا متحده ایالات ادعا کوي چې امین‎الله د پاکستان په پېښور ښار کې یوه دیني مدرسه په یوه داسې مرکز بدله کړې وه چې القاعده، افغان طالبانو او لشکر طیبه د روزنیز او د جلب او جذب مرکز په توګه کاروله.

د تېرې میاشتې په لومړیو کې د امریکا حکومت اعلان وکړ چې تر هغو به پر اسلام‎اباد خپلې مرستې وځنډوي چې د پاکستان پوځ په هغه هېواد کې مېشت د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر وړاندې چې په افغانستان کې عملیات کوي، جدي اقدامات نه‎وي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سالیون روانه اوونۍ د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په وینا کې وویل چې واشنګټن په پام کې لري پاکستان په خپله خاوره کې یاغیانو ته د پناه ورکولو په برخه کې ځواب واخلي.

اسلام‎اباد د ترهګرو د ملاتړ تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG