د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

پاکستاني طالبانو په هوايي برید کې د خپل مرستیال مشر د وژل کېدو پخلی وکړ

د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خالد محسود «خان سید سجنا»
د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خالد محسود «خان سید سجنا»

پاکستاني طالبانو پخلی کړی چې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر خالد محسود چې په خان سید سجنا مشهور و، د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو افغان پولې ته نږدې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمې او همدا شان د افغانستان پر خاوره د مشکوکو وسله‌والو پر مرکزونو بریدونه وکړل.

پاکستاني رسنیو تر دغو بریدونو وروسته داسې راپورونه ورکړل چې پر افغان خاوره د بې‌پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر او د هغه وراره وژل شوي، خو پاکستاني طالبانو په دې اړه له څو ویلو ډډه وکړه.

خو د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند محمد خراساني د دوشنبې په ورځ له روېټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې د خپل مرستیال مشر د وژل کېدو پخلی کړی.

په دغه برید کې د نوموړي وراره هم وژل شوی.
په دغه برید کې د نوموړي وراره هم وژل شوی.

ده ویلي:

"خالد محسود په افغانستان کې نه، بلکې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په ډرون برید کې ووژل شو."

خان سید سجنا د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر تر څنګ د دغه تحریک د محسود څانګې مشر هم و.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند له دغه اژانس سره په خبرو کې ویلي:

"د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل‌الله، مفتي نور ولي د خالد محسود نوی ځای ناستی ټاکلی دی."

خالد محسود «خان سید سجنا» د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی و چې د ۲۰۱۳ میلادي کال په مې کې د تحریک طالبان پاکستان د هغه وخت د مرستیال مشر ولي الرحمن تر وژنې وروسته د دغې ډلې مرستیال مشر شو چې بیا وروسته د ۲۰۱۴ میلادي کال په اکټوبر کې د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا د ترهګرو په لېست کې واچول شو.

روېټرز خبري اژانس وايي، مفتي ولي به هم د خالد مسید په څېر په وزیرستان کې د افغانستان پولې ته نږدې وسله‌وال فعالیتونه رهبري کوي.

روېټرز خبري اژانس د پاکستاني طالبانو د سرچینو په حواله وايي چې مفتي ولي چې په «غر سترګه» مشهور دی د پاکستاني طالبانو یو سرسخته قوماندان دی چې د کراچۍ په شمول د پاکستان په ښاري سیمو کې د فعالیت تجربه هم لري.

دې خبري اژانس زیاته کړې چې مفتي ولي د پنجاب په مهم ښار فیصل‌اباد کې په یوه مدرسه کې سبق ویلی او په دې وروستیو کې یې د پاکستاني طالبانو د یو پخواني مشر بیت‌الله محسود په ستاینه کې چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د بې‌پیلوټه الوتکو برید کې ووژل شو یو کتاب هم لیکلی دی.

په داسې حال کې چې افغان او امریکايي ځواکونه پاکستان تورنوي چې پر خپله خاوره د هغو وسله‌والو د مرکزونو او مشرانو پر ضد کافي اقدامات نه‌کوي چې په افغانستان کې فعالیتونه کوي، پاکستان خپله هم پر خپله خاوره د پاکستاني طالبانو له یو لړ بریدونو سره مخ دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پوځي عملیاتو کې یې په قبایلي سیمو کې وسله‌وال ځپلي او د دوی ډېر شمېر یې افغانستان ته اوښتي دي، خو دا چې قبایلي سیمو ته د ژورنالېستانو لاسرسی محدود شوی، په خپلواکه توګه د دې ادعاوو تأیید سخت دی.

په امریکا واکې ته د ډونالد ټرمپ له رسېدو وروسته د امریکا بې‌پیلوټه الوتکو د ډیورند کرښې سره په نږدې قبایلي سیمو کې بریدونه زیات کړي.

هلته چې افغان او امریکايي چارواکي وايي، د حقانې شبکې په شمول وسله‌والې ډلې خوندي مرکزونه لري.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د امریکا بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستاني طالبانو پر مشرانو بریدونه کوي، بلکې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان لومړنی مشر بیت‌الله محسود او بیا وروسته د هغه ځای ناستی حکیم‌الله محسود هم په قبایلي سیمو کې د همدغو الوتکو په بریدونو کې وژل شوي.

خالد محسود د حکیم‌الله محسود تر وژل کېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر شو.
خالد محسود د حکیم‌الله محسود تر وژل کېدو وروسته د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر شو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سیاسي او پوځي مقاماتو لا تر دې دمه په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې‌پیلوټه برید په نتیجه کې د پاکستاني طالبانو د مرستیال مشر د مړینې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو مشر په داسې حال کې وژل کېږي چې په دې وروستیو کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو په اسلام‌اباد کې څو ورځنی اعتراض وکړ او د پاکستان له حکومت او پوځ‌یې وغوښتل چې د دوی په سیمو کې دې روانې ناامنۍ پای ته ورسوي.

په عملیاتو کې دې ولسي خلک نه‌ځوروي، د قبایلي سیمو څخه تري تم شوي کسان دې محکمو کې حاضر کړي او په دې سیمو کې دې ایښودل شوي ماینونه پاک کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG