نړۍ
په شمالي وزیرستان کې راکټي برید ۲ پاکستاني پوځیان وژلي
افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر برید شوی چې د چارواکو په خبره دغه سرتېرو تهیې مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنۍ د شمالي وزیرستان د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ سهار د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په عیدک نومې سیمه کې شوې ده.
د چارواکو په خبره، په دغې سیمه کې په کمین کې ناستو وسلهوالو د پاکستاني پوځیانو پر موټر راکټي برید کړی چې په نتیجه کې یې ۲ پوځیان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو تر برید وروسته سیمه محاصره کړې، تلاشي عملیاتيې کړي او زیاتوي چې د پېښې ټپي شوي سرتېري د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته وړل شوي دي.
شمالي وزیرستان افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال مخکې پهکې د تحریک طالبان پاکستان، افغان طالبانو حقاني شبکې مرکزونه او پټنځایونه و.
خو د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په دغې سیمه کې د ضرب عضب په نوم پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم روان دي او ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې یې ټول ترهګر ځپلي او د هغوی مرکزونه او پټڼځایونهیې لهمنځه وړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ايلون مسک اوکراين سره د سټارلينک سپوږمکيو له لارې د ملاتړ د دوام ژمنه کړې
د راپورونو لهمخې د سپیس ایکس او د ټیسلا کمپنیو بنسټ ایښودونکی ایلون مسک د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال حاضر و.
د اوکراین یوه جګپوړي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې پرون جمعه د نوامبر په اتمه له فرانس پرس اژانس سره خبرې کولې تایید کړه چې، ایلون مسک پهدې خبرو کې حاضر و.
ميلیارډر مسک د دې ټیليفوني خبرو په جریان کې وویل چې، دی به د خپلو سټارلینک سپوږمکیو له لارې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
زیلینسکي له مسک څخه د سپوږمکۍ انټرنیټي وسایلو پهخاطر چې د اوکراین سرتیري ورڅخه کار اخلي، مننه وکړه.
د اوکراین ولسمشر هم ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ټرمپ وویل چې د اوکراین ملاتړ به کوي، خو نور جزیات یې ورنهکړل.
مسک چې د ټرمپ د ولسمشرۍ کمپاین د ملاتړ لپاره ميلیونونه ډالر ورکړي او له هغه سره څو ځلې په عام محضر کې راڅرګند شوی، له اوکراین سره د امریکا د پوځي ملاتړ په اړه یې ځینو څرګندونو کیف په غوسه کړی دی.
پنټاګون له اوکراين سره پوځي مرستو کې ځيني محدوديتونه نرموي
د امریکایي رسنیو د راپورونو لهمخې، پنټاګون له اوکراین سره د پوځي مرستو په برخه کې ځیني محدودیتونه نرموي ترڅو د امریکا یو محدود شمېر پوځي خصوصي قراردادیان اجازه ولري چې په اوکراین کې دننه کار وکړي.
د یوشمېر امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي په ډاګه شوي ویل شوي چې، دغه قراردادیان به د جګړو له کرښو ډېر لیرې د پوځي تجهیزاتو له ترمیم او ساتنې سره مرسته کوي او په جګړه کې به برخه نه اخلي.
متحدایالتونو په تېرو دوو کلونو کې له اوکراین سره د پوځي مرستو په ترڅ کې د یوشمېر پرمختللو وسلو د سیسټمونو مرسته کړې ده.
دغو چارواکو ویلي چې، پنتاګون قراردادیانو ته اجازه ورکوي چې اوکراین ته لاړ شي ځکه هلته د اف۱۶ جنګي الوتکو او د هوایي مدافعې سیسټمونو په شمول، د وسلو او تجهیزاتو د ترمیم لپاره تخنیکي لوړو مهارتونو ته اړتیا ده.
د چارواکو په خبره دغه قراردادیان به دا مسئله ډاډمنه کړي چې وسلې په چټکۍ سره ترمیم شي، ترڅو اوکرایني ځواکونه وکولای شي چې د جګړې په دوام کې ترې کار واخلي.
د ايران له لوري د ټرمپ د وژنې هڅه؛ امريکا يې جزيات خپاره کړل
د امریکا د متحدایالتونو عدلیې وزارت د هغې دسیسې جزیات خپاره کړل چې ویل کېږي ایران د امریکا د نوامبر د پنځمې نېټې تر انتخاباتو مخکې غوښتل چې ډنالډ ټرمپ ووژني.
عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه یو پنځوس کلن فرهاد شاکري تورن شوی چې، ده ته د ایران سپاه پاسداران انقلاب دنده سپارلې وه چې د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړي.
شاکري تر اوسه نهدی نیول شوی او د امریکا د حکومت په وینا احتمالا په ایران کې دی.
په نیویارک کې محکمې وویل چې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه رسمي مقام په سپتمبر میاشت کې شاکري ته لارښوونه کړې وه چې د ټرمپ د وژلو لارې چارې ولټوي.
امستردام کې د فوټبال لوبه؛ د سيمې د ځوانانو او اسراييلي ملاتړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، دوه الوتکې یې امستردام ته استولي چې د اسراییلو د مکابي تلابیب فوتبال کلپ ملاتړي له هغو بریدونو وروسته انتقال کړي چې ده او سیال یې د هالنډ صدراعظم دیک سخوف هغه د یهودانو ضد بریدونه بللي دي.
د هالنډ پولیسو وویل چې پرون پنجشنبې یې د امستردام په مرکزي برخه کې د سیمې د ځوانانو او د اسراییلي ملاتړو ترمنځ چې د اروپا لیګ سیالیو کې د آژاکس امستردام ټیم په وړاندې د خپل ټیم د لوبې د لیدو لپاره ورغلي و، له شخړو وروسته ۵۷ کسان نیولي دي.
پولیسو وویل، د فوټبال ټیمونو مینهوال وروسته لهدې چې لوبه ۵ د صفر په مقابل کې د آژاکس ټیم وګټله، له کومې پېښې پرته له لوبغالي څخه وتلي وو، خو د شپې په جریان کې د ښار په مرکزي برخه کې د بېلابېلو نښتو راپور ورکړل شو.
لهدې مخکې، د مکابي تلابیب ټیم په وړاندې د فلسطین پلوه لاریون چې ټاکل شوې وه لوبغالي ته نږدې ترسره شي، هالنډي چارواکو په منځني ختیځ کې ډېرېدونکي کړکېچ ته په پام د امنیتي دلایلو له امله منع کړی و.
د هالنډ صدراعظم سخوف ویلي، دغو پېښو ډېر اندېښمن کړی او هغه یې "په بشپړ ډول د نه منلو وړ" بللي دي.
د هغه په خبره نتنیاهو ته یې ویلي چې، عاملان به یې په نښه کوي او محاکمه کوي به یې.
د اسراییل د صدراعظم دفتر وویل، نتنیاهو سخوف ته وویل چې، دی د اسراییلي اتباعو په وړاندې له مخکې پلان شوی، یهودي ضد برید ډېر جدي بولي او غوښتنه کوي چې هالنډ دې د یهودي ټولنې لپاره امنیت لا ټینګ کړي.
پوتين: د امريکا له نوي منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو يو
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې مسکو د جمهوري غوښتونکو له منتخب ولسمشر سره خبرو ته چمتو دی.
پوتین د تور سمندرګي په سوچي تفریحي ښارګوتي کې یوې نړیوالې غونډې ته تر وینا وروسته وویل: "زه غواړم لهدې فرصت څخه په استفادې هغه ته د امریکا د متحدایالتونو د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړم."
ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې که ولسمشر شي نو ژر به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو پهدې اړه یې ډېر جزيات نهدي ورکړي.
پوتین وویل چې، دا څرګندونې د پاملرنې وړ دي او زیاته یې کړه که ټرمپ وغواړي چې اړیکې له سره ټینګې کړي، روسیه خبرو ته چمتو ده.
پوتین دا هم وویل، هغه د دې څخه متاثره شوی چې ټرمپ څرنګه د نومبر د ۵مې په ټاکنو کې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس ته په پرېکنده توګه ماتې ورکړه او د جولای په میاشت کې د وژنې له هڅې وروسته لږ وخت کې یې ځان راټول کړ.
پوتین ټرمپ یو زړور کس وباله.
تر دې مخکې د کریملن ویاند دمیتري پسکوف پرون پنجشنبې وویل، دی دا نهشي ردولی چې د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ به مخکې له هغې چې نوموړی په جنوري میاشت کې د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، خبرې ونهشي.
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې د نوامبر د پنځمې نېټې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته چې ټرمپ وګټل، د امریکا او روسیې د اړیکو موضوع ته د نړیوالو پام زیات شوی دی.
د لبنان پوځ: د اسراييل په بريد کې درې لبناني وګړي وژل شوي
د لبنان پوځ پرون پنجشنبې وویل چې، د لبنان په جنوبي ښار صیدا کې د اسراییل په برید کې درې لبنانیان وژل شوي او د دې هېواد درې سرتېري ټپیان شوي دي.
د مالیزیا حکومت بیا وویل چې، د ملګروملتونو په سولهساتو ځواکونو UNIFIL کې د دوی شپږ پوځیان ټپیان شوي دي.
د لبنان پوځ په یوه بیان کې وویل، په دغه برید کې هغه موټر په نښه شوی چې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه تېرېده او درې لبنانیان چې په موټر کې دننه سپاره وو، ووژل شول.
د پوځ د بیان لهمخې، ټپي شویو سرتېرو په پوسته کې دنده ترسره کوله.
د رویټرز د راپور لهمخې د مالیزیا حکومت ویلي چې، د ملګروملتونو په سولهساتو ځواکونو UNIFIL کې یې شپږ پوځیان هغه مهال ټپیان شول چې، د هغوی د سپرلۍ موټر له پوستې څخه د تېرېدو په حال کې و.
ډونالډټرمپ په ټاکنو کې له بري وروسته خپله لومړۍ ګومارنه اعلان کړه
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ اعلان کړی چې، سوزي وایلز به د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشرې په توګه وګوماري.
وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.
ټرمپ په یوه بیان کې هغه د داسې مېرمنې په توګه یاده کړې چې له ده سره یې مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.
په انتخاباتو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.
زيلينسکي: د اوکراين جګړې د ختمولو په اړه د ډونالډټرمپ د پلان په اړه معلومات نهلرم
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه پلان جزیات چې وايي، د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي، نهلري.
ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، باور لري ټرمپ غواړي د اوکراین خلاف د روسیې جګړه ژر پای ته ورسوي.
زیلینسکي په عین حال کې وویل، د دې پلان د جزیاتو په اړه هيڅ معلومات نهلري او لا یې له ټرمپ سره پهدې اړه خبرې نهدي کړي.
زیلینسکي وویل، باور لري چې ولسمشر ټرمپ رښتیا هم یو چټک حل غواړي، خو دا د دې معنا نهلري چې خامخا به داسې وشي.
ولسمشر زیلینسکي د هغو لومړیو مشرانو له ډلې و چې له ټرمپ سره یې په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د بري مبارکي وویله.
ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې په ځلونو له اوکراین سره د امریکا پر پراخ پوځي او مالي ملاتړ انتقادونه وکړل او بې لهدې چې د خپلې طرحې جزیات څرګند کړي، ژمنه وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.
ډونالډټرمپ: موږ بايد خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د پنجشنبې په ورځ اینبيسي نیوز خبري چاینل ته وویل چې، سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته به د ده له لومړیتوبونو څخه یو د امریکا د پولو پیاوړتیا وي.
د NBC نیوز د راپور لهمخې، ټرمپ په یوه ټلیفوني مرکه کې وویل: "دا څرګنده ده چې موږ باید خپلې پولې قوي او ځواکمنې کړو."
ده یو ځل بیا د غیرقانوني کډوالو د ایستلو د پلان پر پلي کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دا د لګښت موضوع نهده، رښتیا هم بله چاره نهشته."
د NBC نیوز د راپور پر اساس، ټرمپ د خپل بري یو دلیل د غیرقانوني کډوالو په اړه خپل پیغام وباله او د امریکا وګړو ته په اشارې یې وویل: "هغوی غواړي چې پوله ولري، هغوی غواړي خلک داخل شي، خو باید له هېواد سره د مینې په احساس او په قانوني ډول داخل شي."
د امریکا په متحدایالتونو کې د غیرقانوني کډوالو کره شمېر اعلان شوی نهدی خو رسنۍ د هغو شمېر تر یو میلیون ډېر اټکلوي.
جرمني کې يو امريکايي وګړی چين ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی
د جرمني څارنوالان وايي، یو امریکايي وګړی، چین ته د اطلاعاتو د ټولولو د ادعا لهمخې نیول شوی دی.
دغه امریکايي وګړی چې په مارټین (D) معرفي شوی، په جرمني کې دېره و او ویل کېږي د امریکا د پوځي ځواکونو پخوانی غړی و.
جرمني څارنوالان وايي، شک کېږي چې دغه شخص یوه بهرني استخباراتي بنسټ ته د استخباراتي فعالیتونو لپاره لېوالتیا ښوولې وه.
د څارنوالانو په وینا، دغه امریکايي وګړي په ۲۰۲۴م کال کې له چینايي چارواکو سره تماس نیولی او د امریکا د پوځ په باب یې د حساسو معلوماتو د ورسپارلو ژمنه ورسره کړې وه.
په خپله امریکايي چارواکو لا د دې موضوع په باب تبصره نهده کړې او دا هم معلومه نهده چې نیول شوی کس به چېرې محاکمه کېږي.