د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

په افغانستان کې د هوايي حملو پر زیاتېدو د واشنګټن پوسټ تبصره!


  • واشنګټن پوسټ

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د امریکا د هوايي حملو زياتېدو ته کتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې هوايي بمباریو څلور ورځې دوام وکړ.

دغو حملو طالبان او يوه بله کوچنۍ سخت دريځه ډله هدف وګرځوله.

امريکايي «B-52» الوتکې په دغو حملو کې کارول شوي او د طالبانو پر سنګرونو يې ۲۴ بمونه وغورځول.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف تر اوسه بدخشان ولایت ته ډېر کم پام کړی وو او تر ډېره‌یې پاکستان مېشتې طالبان او حقاني شبکې غړي په نښه کول.

په مقاله کې همداراز راغلي چې «بي-۵۲» امريکايي الوتکې په افغانستان کې اډه نه‌لري، خو هوايي عمليات‌يې په قطر کې له ال حُديد هوايي اډې څخه کړي دي.

واشنګټن پوسټ دې ته هم پام کړی چې د امریکا پوځ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې هوايي بريدونه د پام وړ زیات کړل او پر دې مهال‌يې ۴۳۶۱ هوايي حملې کړې دي.

دا هوايي حملې د ۲۰۱۶ میلادي کال په پرتله درې چنده زياتوالی ښيي.

يوې بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن ټایمز د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، که امریکا په افغانستان کې د بريا فکر لري، نو په هغه صورت کې پاکستان ته اړتیا لري.

ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو چارو وزير احسان اقبال څرګندونې هم يادې کړي چې د خپل هېواد او امریکا ترمنځ‌يې د اختلافاتو د له‌منځه وړلو په خاطر د مستقيمو خبرو غوښتنه کړې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړی چې په خپله خاوره کې سخت دريځو ته خوندي ځایونه ورکوي، او امریکا ته‌یې له ترورېزم سره په مبارزه کې درواغ ويلي دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزير واشنګټن ته د سفر پر مهال د خپل هېواد په سفارت کې وويل، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتېژۍ د بريا لپاره د پاکستان همکاري اړينه ده.

  • د جګړې او سولې انسټټيوت

د جګړې او سولې انسټټیوت لیکلي چې په افغانستان کې د جګړه مارانو حملو د دغه هېواد اقتصاد ته زیان رسولی دی.

د دې ادارې په وينا، په کابل کې د ملکيانو اندېښنې دومره زیاتې شوي چې یو شمېر خلک غواړي په خپل کور کې پاتې شي تر دې چې د کار لپاره دفترونو ته لاړ شي.

د جګړې او سولې انسټټیوت د کابل پوهنتون د یوه استاد سید مسعود څرګندونې هم راخيستي چې وايي، د وروستیو حملو هدف دا وو چې پر حکومت د خلکو اعتبار کمزوری کړي او د افغانستان اقتصاد ته زيان ورسوي.

په مقاله کې د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې د مرستيال خان جان الکوزي له قوله راغلي چې وايي د وروستيو حملو په نتيجه کې په افغانستان کې پانګه‌وال په خصوصي سکټور کې له پانګونې ډډه کوي.

انسټټیوت د هوايي شرکت کام اير د پيلوټ په اړه هم لیکلي چې پر انټرکانټننټال هوټل په حمله کې وژل شوی و.

مقاله وايي د هوايي دهلېز له جوړېدو وروسته د دغه شرکت الوتکې شااوخوا ۱۰۰ ټنه مېوه هندوستان ته انتقالوي.

د کابل پوهنتون استاد سيد مسعود د جګړې او سولې انسټټیوت ته ويلي چې حمله کوونکي ځکه هم ملکيان، هوټلونه او بهرنيان په نښه کوي چې د افغانستان اقتصاد بې‌ثباته کړي او پانګه‌وال په دغه هېواد کې له پانګونې پر شا کړي.

XS
SM
MD
LG