د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

پاکستان: د ټرمپ ستراتېژي به د دایمي جګړې لامل شي


  • ډېلي تلګراف

ډېلي ټلګراف ورځپاڼې د پاکستان د يوه چارواکي له قوله ليکلي، د افغانستان لپاره د ډونالد ټرمپ ستراتېژي به د دایمي جګړې لامل شي.

ورځپاڼه لیکي، د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ملي امنيت سلاکار ناصر خان جنجوعه ويلي، له نظامي لارې طالبانو ته د ماتې ورکول به يوازي جګړه دوامداره کړي.

د ورځپاڼې په وينا، جنجوعه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې هم غوښتي چې له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

په مقاله کې همداراز راغلي چې دا خبرې د واشنګټن او اسلام‌اباد ترمنځ د وضعيت ترينګلي کېدو پر مهال شوې دي.

د امریکا او پاکستان اړيکې وروسته له هغه نورې هم سړې شوې چې د تېرې ميلادي مياشتې پر مهال امریکا پاکستان ته نظامي مرستې وځنډولې.

د امریکا ولسمشر پاکستان سخت دريځو ته په پټنځايونو ورکولو تورن کړ، افغان حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ هرکلی کړی دی.

د افغان چارواکو په وینا، دا ستراتېژي د افغانانو له غوښتنو سره سمه ده او د افغانستان د وضعيت سمولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

خو جنجوعه ډېلي ټلګراف ته په خبرو کې ويلي، حقيقت دا دی چې موږ په افغانستان کې نه‌بريالي کېږو.

دې ادعا وکړه چې طالبان د افغانستان ۴۴ سلنه خاوره په خپله ولکه کې لري.

د جنجوعه د ادعا پر اساس، افغانان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ملاتړ نه‌کوي.

  • سنډې ټایمز

د برتانيا چاپ دې سنډې ټایمز ورځپاڼې د «اېس ریاست» په نوم د سټيف کول د نوي خپاره شوي کتاب مخکتنه کړې ده.

په دې کتاب کې د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د استخباراتي ادارې يا «سي ای اې» د فعالیتونو او د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د رول په اړه لیکل شوي دي.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال ټويټ ډېر خلک حيران کړل ځکه ده پر پاکستان غصه څرګنده کړه او دا هغه هېواد دی چې مخکې ټرمپ ډېر ښه ياد کړی وو، خو د ليکوالې په وينا، د ټرمپ څرګندونې ناببره عکس‌العمل نه‌و، بلکې د ۱۶ کلونو مأيوسي وه چې امریکا يې د پاکستان دوه مخې‌توب ګڼي.

مقاله ليکي، په ياد کتاب کې راغلي چې له لومړۍ ورځې په «سي ای اې» کې د پاکستان په اړه فکرونه وېشل شوي وو.

ځينو فکر کاوه د پاکستان استخباراتي اداره یوازې تنبله ده او ورته پر نور نږدېوالي ټينګار کېده چې معلومات ورڅخه تر لاسه شي.

دوی فکر کاوه پاکستان تر افغانستان-امريکا ته زيات مهم وو.

خو ځيني په دې مفکوره وو چې د جګړې اصلي لامل پاکستان دی او د وخت په تېرېدو سره د پاکستان دوه مخې‌توب څرګند شو.

مقاله لیکي چې افغانستان اوبو ته لاره نه‌درلوده او ناټو ځواکونه د وسايلو د لېږد لپاره پر پاکستان تکيه کولو ته اړ شول.

بریتانيا په ځانګړې توګه ځکه پاکستان ته اړه وه چې په بریتانيا کې د ګڼ شمېر پاکستانيانو د تګ او راتګ په اړه‌یې له «ای اېس ایة څخه استخباراتي معلوماتو ته اړتيا وه.

بل دا چې هېڅ‌چا نه‌غوښتل د يوه اټمي وسله لرونکي هېواد مخې ته ودرېږي.

له دې سره ټولو پاکستان ته د پيسو ورکولو لړۍ ته دوام ورکړ.

د مقالې ليکواله وايي، کول په کتاب کې ليکلي، «ای اېس ای» چې د څومره لويې کچې د سخت دريځو شبکې اداره کولې، دا له فکره لوړه خبره ده.

د امریکا استخبارات اټکل کوي «ای اېس ای» ۱۲۸ کمپونه اداره کول.

مقاله وايي په کابل کې د «سي ای اې» ځايي مشر کرېس ووډ به امریکايي چارواکو ته ويل چې يا خو موږ بايد د سخت دريځو پټنځايونه په نښه کړو او جګړه وګټو او يا هم هېڅ ونه‌کړو او جګړه وبايلو.

مقاله يادونه کوي چې په کتاب کې لیکوال سټېف کول په دې اړه هېڅ نوي معلومات نه‌دي ورکړي چې ايا پاکستان قصداً بن لادن پټ کړی وو که نه.

XS
SM
MD
LG