په کابل کې د بريتانیا سفیر د ترورېزم پر ملاتړو غږ وکړ چې باید دا کار نور بس کړي.
په داسې حال کې چې پر پاکستان د ترورېزم نه د ملاتړ په تور د امریکا فشارونه مخ پر ډېرېدو دي په کابل کې د بريتانیا سفیر وايي؛ هر هغه هېواد چې ترورېزم پالي، وسلې او امکانات ورکوي باید د ا کار ودروي.
"نیکولاس کي" چې د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۵» يې په کابل کې د بريتانیا له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د نهو فارغو شویو افغان محصلینو په ویاړ غونډه کې خبرې کولې که څه هم په ښکاره د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو دا څرګندونې يې له تروریستانو نه د پاکستان د ملاتړ په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړي زیاته کړه:
"د ترورېزم څخه د ملاتړ په اړه د بريتانیا دریځ ډېر واضح دی، هر هېواد چې د ترورېزم ملاتړ کوي دوی ته وسلې او پټنځایونه برابروي باید ډېر ژر دا کار بس کړي."
ښاغلي "نیکولاس کي" وویل بريتانیا د روانو ستونزو د حل په هدف کابل او اسلام اباد هڅوي چې یو له بل سره روښانه پیغامونه شریک کړي او مخامخ خبرو ته کېني.
دی وايي، څه موده وړاندې يې اسلام اباد ته هم سفر کړی وو او د هغه هېواد له چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړي او فکر کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډېر مسایل شته چې خبرې پرې کېدای شي.
په کابل کې د بريتانیا سفیر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې افغان او امریکايي چارواکو په وار ـ وار پاکستان د ترورېزم په ملاتړ تورن کړی او ویلي دي چې دې هېواد ترورستانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه په افغانستان کې حملې طرحه کوي.
تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې "سارا سنډرز" په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل له خونړي برید وروسته په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د هغو طالب مشرانو په اړه لاس په کار شي چې په پاکستان کې دېره دي.
که څه هم پاکستاني چارواکو بار- بار په خپله خاوره کې د ترورستانو موجودیت رد کړی خو څو ورځې وړاندې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو پلاوي له سفر وروسته افغان چارواکو وویل چې په دې اړه يې اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره هم شریک کړي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي د انګلستان د سفیر د دې څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي چې د افغان حکومت د هلو ځلو په نتیجه کې اوس نړۍ په دې پوهېدلې چې د ترورېزم اصلي ځالې په کوم ځای کې دي او کوم هېواد له ترورستانو ملاتړ کوي.
د دې کمېسیون غړې ارین یون ازادي راډيو ته وویل:
"بل اخره نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا په دې پوهه شوه چې اصلي ستونزه په پاکستان کې ده، دا هېواد دی چې د افغانستان په کورنیوچارو کې لاس وهنه کوي او ترورستان ورته استوي، نو زه فکر کوم چې دغسې فشارونه چې اول امریکا وارد کړل او اوس بريتانیا داسې خبره کوي نو دا د افغان حکومت او افغانانو لپاره ښه زیری دی."
اغلې ارین یون له افغان حکومت نه غوښتنه وکړه چې د پاکستان پرضد له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه واخلي او له ترورستانو نه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په اړه ټول اسناد او شواهد له نړۍ سره شریک کړي ترڅو یاد هېواد د ترروېزم له ملاتړ لاس په سر او له افغان سولې سره همکاري وکړي.
راپور: اکرام الله اکرام