د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۵

سپیدار: د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وشو


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د ترورېزم پر وړاندې په روانه جګړه کې د افغان حکومت له لیدلوري ملاتړ وشو.

اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان او سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې له تمې سره سم بحث شوی او دوی یي هر کلی کوي.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمان رحیمې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۳۰» ازادي راډيو ته وویل چې په دې ځانګړي غونډه کې د افغانستان له دریځه ملاتړ وشو او د دغه هېواد نړیوالو دوستانو په افغانستان کې پر سیمه ییزو مرستو ټينګار وکړ.

مجیب رحمان رحیمي
مجیب رحمان رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټينګار وشو، دغه شان د ترورېزم پر له منځه وړلو او سیمه ییزو همکاریو، دا ټول هغه څه دي چې افغان حکومت یې تل تمه کړې، موږ له نړیوالو دوستانو او نړیوالې ټولنې مننه کوو چې د افغان حکومت له دریځه یي ملاتړ وکړ."

ښاغلی رحیمي وايي، په دغه غونډه کې پر پاکستان هم کافي فشار راوړل شوی او کابل له دې دریځه راضي دی.

د ده په خبره، د تروریستانو د پټنځایونو، ملاتړو او د تروریستانو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه پاکستان ته څرګند پیغامونه ورکړل شوي دي.

کابل ته د امنیت شورا پلاوي د سفر پر مهال افغان حکومت تمه ښودلې وه چې دا شورا د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په برخه کې پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

په همدې حال کې د جمهور رئیس د دفتر د ستراتیژيکو او عامه اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډه ښيي چې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په اړه ښه نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

ده وویل د تېرې ورځې له غونډې ښکاري چې په امنیت شورا کې د غړیو هېوادونو تر منځ ممکن د ځينو نورو هېوادونو په اړه اختلافات وي، خو د افغانستان د سولې، اقتصادي پرمختګ، امنیت او د وصل د نقطې په حیث د دغه هېواد په اهمیت هېڅ اختلاف نشته.

ښاغلی چخانسوري وايي، نړیواله ټولنه ډاډمنه ده چې افغانستان د تقابل نه بلکې د تعامل ټکی دی.

د افغانستان او سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه تېره ورځ په نیویارک کې جوړه شوه او ټینګار پر دې وشو چې له ترورېزم سره مبارزه یوازې د افغان حکومت کار نه دی.

په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ګډون کړی و.

حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

ښاغلي کرزي یادې غونډې ته د وینا په مهال خوښي وښوده چې د تروریستانو د سیمه ییزو خوندي پناه ځانونو ته د لاسرسي حیاتي اهمیت تر پخوا زیات درک شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د ترورېزم پر وړاندې د روانې جګړې په اړه د نړیوالې ټولنې د دریځ ته خوشبینه دي، خو وايي، په دې اړه بحثونه باید نتیجې هم ولري.

د دغې جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې دا هر څه په دغه هېواد کې پر امنیت مثبت اغېز ولري.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هیله من یو چې د ستراتژۍ بدلون او د امنیت شورا نوی پروګرام چې لري یې زموږ ګټې او امنیت تضمین کړي او هغو واقعیتونو پسې وګرځي چې په سیمه کې شته، تر څو په دې توګه د تروریستي او انتحاري اقداماتو مخه ونیسي."

د افغانستان او سیمې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې ورځې غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د دغې شورا یوه پلاوی تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ.

له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې تمه ښودلي وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د افغانستان په اړه د خپل پلاوي په راپور عمل وکړي.

راپور: یوسف ځان ځدران

XS
SM
MD
LG