د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

کابل: تمه ده امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپل پلاوي په راپور عمل وکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ناستې په اړه هیله مندي ښي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت الله احمدي د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۲۹» ازادي راډیو ته وویل تمه ده چې د امنیت شورا په ناسته کې د دغې شورا د پلاوي د وروستي راپور له مخې پرېکړې وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ډېر خوشبینه یو ځکه د امنیت شورا ټول غړي د افغانستان له وضعیت څخه ښه خبر دي، هیله لرو چې په دغه ناسته کې د امنیت شورا د پلاوي د هغه راپور مطابق چې د افغانستان په اړه یې لري عمل وشي."

د امنیت شورا دوه ورځنۍ ناسته نن ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مقر کې چې په نیویارک کې دی جوړېږي.

ټاکل شوې په دغه ناسته کې د نورو مسائلو ترڅنګ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د سولې او ثبات د ټینګښت، په افغان سوله کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د رول او همدا راز د افغانستان په باب د دغې شورا د وروستي راپور په اړه هم بحث وشي.

له افغانستان څخه د بهرنیو چارو وزارت د معین حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی په دغه ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی.

د افغانستان حکومت د امنیت شورا دغه ناسته ډېره مهمه بولي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د سولې پر موضوع د بحث خبره وروسته له هغې مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا يوه پلاوي په همدې او د افغان چارواکو سره یې ملاقاتونه وکړل.

د ملګرو ملتونو پلاوی له افغان چارواکو سره په کابل کې.
د ملګرو ملتونو پلاوی له افغان چارواکو سره په کابل کې.

د افغانستان جمهوري ریاست د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله په يوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي غني له دغه پلاوي سره د افغانستان له پولو بهر د داعش په ګډون د يو شمېر نورو تروریستي ډلو د فعالیتونو، روزنې او تمویل په اړه اسناد او شواهد شریک کړي دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه قدرت الله ځواک وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان پر وضعیت د بحث موضوع دا ښي چې افغانستان په نړیوالو ډيپلوماتیکو حلقو کې ځانګړی ځای او اهمیت خپل کړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه جلسه نیسي، دا په دې مفهوم ده چې افغانستان په نړیوالو ډیپلوماتیکو حلقو کې ځانګړی اهمیت ترلاسه کړی او د افغانستان د سولې مسئله د نړۍ د سولې له موضوع سره تړل شوې ده."

ښاغلی ځواک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړیو غواړي چې په تروریستي ډلو، د دوی پر ملاتړو او په ځانګړې توګه پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG