د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

افغان کارپوهان: پر پاکستان د امریکا اوږدمهاله او دوامداره فشارونه نتیجه ورکوي


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس او يو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي، که پر پاکستان د امریکا فشارونه لنډمهالې او مقطعي وي، نو پاکستان به د تېر په څېر بیا هم د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس وانه‌خلي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې که دغه فشارونه دوامداره او اوږدمهاله وي، نو پاکستان دې ته اړ کېږي چې د ترورېزم سره په رښتیني توګه مبارزه وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"دغه فشارونه کېدای شي چې پاکستان په حقیقي توګه درک کړي او د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي چې د افغانستان په حالاتو به مثبت اغېز ولري، خو که فشارونه د لنډ وخت لپاره وي، نو پاکستان به د موقع نه په استفادې د امریکا سره خپلې اړیکې بېرته جوړې کړي او د تېرو ۱۶ کلونو په شان به بیا هم خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکړي."

ښاغلی مسلمیار په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ او کړنې ستایي چې توانېدلی د امریکا متحده ایالاتونه او نړیواله ټولنه په دې قانع کړي چې په پاکستان فشارونه زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالتونو سفېرې نیکي هیلي ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو پالیسي کار ورکوي او په سرعت د افغانستان وضعیت په بدلېدو دی.

د دې په خبره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګ‌لاره دا ده چې د افغانستان د شخړې لپاره به وخت نه ټاکي او د افغانستان له حکومت سره به کار ته ادامه ورکوي ترڅو ښکاره نتیجه ترلاسه شي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال د اګسټ په وروستیو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې سټراتيژي اعلان کړه چې د دې سټراتیژی له اعلانېدو وروسته پر پاکستان فشارونه زیات شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي کال په لومړۍ ورځ پر خپل ټویټر پاکستان "په درواغو او دوکې" تورن کړ او ویې‌ لیکل:

"دې هېواد ته په تېرو ۱۵ کلونو کې امریکا ۳۳ میلیارده ډالر ورکړي، خو په بدل کې یې دې هېواد له درواغو او فریب پرته څه نه‌دي کړي."

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د ولسمشر ټرمپ د انتقادونو په اړه د یوې بېړنۍ غونډې وروسته په خپاره کړي بیان کې وویل چې د متحدانو ملامته کول، په افغانستان او سیمه کې د پایدارې سولې هدف ته په رسېدو کې مرسته نه ‎کوي.

د پاکستان د ملي امنیت د کمېتې له بیان څو ساعته وروسته په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي خبریالانو ته وویل چې د امریکا متحده ایالات پاکستان ته د ۲۵۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکړه ځنډولې چې دلیل یې روښانه دی.

د امریکا له‌خوا په پاکستان وروستي فشارونه د يو شمېر افغانانو له هرکلي سره مخ شوي او ډېری خلکو د امریکا د دغه اقدام ستاینه کړې.

په لوګر ولايت کې يوې قومي جرګې د پاکستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي دریځ د ستایلو لپاره هغه ته یو مډال هم ډالۍ کړی.

خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټیوټ غړی حکمت الله اعظمي بیا په دې باور دی چې د امریکا له خوا چې تر اوسه کوم فشارونه په پاکستان وارد شوي، دومره مؤثر او ګټور نه دي.

ښاغلی اعظمي وايي، کوم فشارونه چې امریکا اوس په پاکستان راوړي، هغه داسې دي چې پاکستان ورڅخه هر وخت کولای شي مخ واړوي.

حکمت الله اعظمي
حکمت الله اعظمي

دی وايي:

"هغه څه چې د ترورېزم سره په مبارزه کې ډېره مرسته کولای شي چې لا تر اوسه هغه نه دي شوي، پر پاکستان باندې د امریکا فشارونه ډېر مؤثره نه دي، بله دا چې امریکا لا په هغو لارو چارو لا غور هم نه دی کړی چې په پاکستان دې داسې فشارونه وارد کړي چې پاکستان ورڅخه بیا مخ وانه ړوي، کومې مرستې چې امریکا په پاکستان درولي هغه په يو امضا بېرته ختمېږي."

ښاغلی اعظمي وايي، امریکا ته په کار ده چې په پاکستان کې مېشت د ترورېستي ډلو مشران د په تور لېست کې شامل کړي، د دوی د نیولو يا له منځته وړلو لپاره دې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې عملیاتونه وکړي.

په همدې حال کې په روانه اوونۍ کې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي د سفر پر مهال هم پر اسلام‌اباد د فشارونو پر زیاتېدو ټينګار وشو او دې پلاوي په افغانستان کې د ثبات د ټینګېدو ژمنه وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیرې نیکي هیلي چې د دغه پلاوي سره کابل ته راغلې وه، امریکا ته تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته ویلي چې په کابل کې حکومت دې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار زیات کړي.

بل خوا د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي بیا پر پاکستان د امریکا فشارونه د ترورېزم سره په روانې مبارزې اغېزمن بولي او د دوی په خبره د انتحاري حملو په اړه د پاکستاني علماوو وروستۍ پرېکړه د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو له امله ده.

له دې ډلې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی غلام فاروق مجروح وايي:

"کوم فشارونه چې په دې وروستیو کې په پاکستان وارد شوي، ډېر ښه اثرات یې لرل، هیله لرم چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې له شته وو فرصتونو نه ښه ګټه واخلي او نړیوال همکاران نور هم وهڅوي او تر دې هم ډېره لابي ګري وکړي."

په همدې حال کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سولې اړوند د ځوانانو، مدني ټولنو او ښځو مشورتي غونډه کې وویل چې يو ځل بیا پاکستان ته د سولې لاس غځوي او غواړي له پاکستان سره سوله وکړي.

ښاغلي غني وویل، که طالبان افغانان وي باید خپل واک ګاونډیو هېوادونو ته ورنه‌ کړي او د سولې لپاره بین ‌الافغاني خبرو ته حاضر شي.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه ناصر شفیق وايي، دا وخت چې نړیواله ټولنه د ترورېستي ډلو پر وړاندې د قاطعیت خبره کوي، که طالبان د ترورېستي ډلو د ملاتړو څخه ځانونه بېل نه ‌کړي د دې ډلې لپاره به ښې پایلې ونه‌ لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر پاکستان د امریکا فشارونو تر دې مهال کومه ځانګړي پایله نه ده لرلې او لا هم پاکستان د ترورېستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې وروستیو کې چې کوم فشارونه د امریکا او نړیوالې ټولنې له خوا پر پاکستان پیل شوی هیله لرو په راتلونکې کې ښه نتیجه ورکړي، خو تراوسه يې موږ په عملي بڼه کوم اغېز نه دی احساس کړی او د پخوا شان اوس هم ترورېستان اکمالات کېږي او افغانستان ته تهدیدات جوړوي."

اما پاکستان تل دا خبره رد کړې ده چې په خپله خاوره کې یې د ترهګرو ملاتړ کړی دی.

خو له دې ټولو سره - سره د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي بیا د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا وروستیو هڅو ته خوشبینه دی او وايي چې ښايي دغه هڅې د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.

د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي
د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي

نوموړی زیاتوي:

"امریکا د افغانستان او سیمې په چارو کې يو قوي ذیدخل فکتور دی او په دې وروستیو کې یې د افغانستان په اړه هڅې د پخوا په پرتله جدي شوي دي، ځېنې داسې علایم او څرکونه شته چې دغه هڅې د ترورېزم سره په مبارزه او د سیمې په ثبات کې يو څه نتیجه ورکړي خو دا يوه وړه خوشبینې ده."

ښاغلی احدي وايي، که امریکا غواړي په افغانستان او سیمه کې امن او ثبات راشي نو دغه هڅې باید نورې هم ګړندۍ کړي او د پاکستان په وړاندې چې د قضیې يو مهم اړخ دی نور هم جدي شي.

د ده په خبره امریکا باید د پاکستان په وړاندې له يوې داسې تګلارې کار واخلي چې په واقعي مانا سولې ته غاړه کېږدي او له جنګه لاس واخلي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG