د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

ولسمشر غني: په اسلام کې فتوا یوازې په یوه هېواد پورې نه‌محدودېږي


افغان ولسمشر وايي، په اسلامي نړۍ کې فتوا یوازې په یوه هېواد پورې نه‌محدودېږي.

د پاکستاني علماوو له لوري د انتحاري حملو د ناروا له بلل کېدو یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر وویل، اسلامي اصول په ټولو هېوادونو کې یوشان د عملي کېدو وړ دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۷» په کابل کې د سولې په اړه یوې جوړې شوې مشورتي غونډې ته وویل چې انتحار کول په اسلام کې کبیره ګناه ده او د پاکستاني علماوو فتوا باید اول په افغانستان کې عملي شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل:

"تاسې علما ووايئ چې د اسلام اصول په ټوله اسلامي نړۍ کې د عملي کېدو وړ دي او که په یوه هېواد کې؟ که په ټوله اسلامي نړۍ کې عملي کېږي، نو دا فتوا باید اول د افغانستان لپاره تطبیق شي. تاسو له علماوو پوښتنه وکړئ چې ایا اسلامي فتوا تعبیر په یوه هېواد پورې محدوېږي؟ دا خو سوسیالیزم نه‌دی چې ستالین په یوه مملکت کې محدود کړ، اسلام نړیوال دی او ټوله نړۍ نیسي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ شااوخوا ۲ زره پاکستاني دیني عالمانو د یوې ناستې پر مهال په پاکستان کې انتحاري حملې ناروا وبللې.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د عالمانو شورا د دغې فتوا د هرکلي تر څنګ هیله ښودلې چې دغه پرېکړه د ترهګرۍ د ګواښونو په له‌منځه وړلو کې ګټوره تمامه شي.

که څه هم تر دې وړاندې ځینو دیني عالمانو په پاکستان کې د انتحاري حملو په اړه فتواوې ورکړي، خو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمېر کې دیني عالمان په دې برخه کې فتوا ورکوي.

پاکستاني عالمان په داسې حال کې د انتحار پر ضد فتوا ورکوي چې په وروستیو کې له ترورېزم څخه د ملاتړ په تور پاکستان د امریکا تر سختو فشارونو لاندې دی.

افغان حکومت تل دا غوښتنه کړې چې دیني عالمان باید په یوه خوله د انتحاري حملو په اړه خپل غږ پورته کړي، خو د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني علماوو په دې اړه دوه مخې فتوا ورکړې ده.

د کابل د علماوو شورا وايي، انتحاري حملې نه‌یوازې په پاکستان، بلکې په ټولې اسلامي نړۍ کې ناروا دي، خو په دې اړه د پاکستاني علماوو چلند دوه ګونی دی.

افغان دیني عالمان
افغان دیني عالمان

د دغې شورا رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا اوس چې کوم دیني عالمان راټول شوي، دوه خبرې لري، یوه دا چې دوی ولې دا څو کاله مخکې دا ډول فتوا نه‌ورکوله او دوهمه مسئله دا ده چې په دې فتوا کې د افغانستان په ګډون، د نورو اسلامي هېوادونو علما هېڅ رول نه‌لري."

د ښاغلي حقاني په خبره، دیني علماوو ته نه‌ښايي چې د حکومتونو او یا هم د نورو کړیو په لارښوونه خپل دیني او ملي رسالت ته شاه کړي او داسې پرېکړې وکړي چې د اسلامي امت په زیان تمامې شي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، پاکستان تل له دین څخه د سیاسي حربې په توګه کار اخیستی او اوس هم غواړي په دې توګه له نړیوالو فشارونو ځان خلاص کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG