د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کندز دیني عالمانو خلک له افغان حکومته ملاتړ ته راوبلل


د کندز دیني عالمان خلک لا یووالي، ورورولۍ او له دولت سره همکارۍ ته هڅوي او له دوی غواړي چې د پردیو عناصرو او د وسله‌والو مخالفينو د شومو اهدافو او توطئو ښکار نه‌شي.

دوی پر وسله‌والو مخالفينو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

په کندز کې دیني عالمان وايي چې اوس‌مهال په افغانستان کې یو اسلامي نظام قایم دی او ټول خلک له ازادۍ برخه‌مند دي او هېڅ‌څوک دا حق نه‌لري چې له چا ازادي واخلي او زیاتوي، هغه ډلې او کسان چې د پردیو په لمسون د افغان ځواکونو پر وړاندې جنګېږي په غلطه لار روان دي.

د دې ولایت یوه دیني عالم مولوي اکرام‌الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د اسلام په سپېڅلي دین کې هر څه لرو چې هغه قیام ته رسېدلي دي او ټول موضوعات په‌کې فیصله او بیان شوي او دې جګړو ته حاجت نه‌شته، ځکه جنګ د حل لاره نه‌ده، خو د پرمختګ او بریا لاره د سولې، د همغږۍ او د یووالي لار ده."

په ورته وخت کې یوه بل دیني عالم مولوي شمس‌الدین هم وايي چې د وسله‌والو مخالفینو جګړه د افغانستان دولت پر وړاندې نامشروع ده او پر وسله‌والو ډلو غږ کوي چې د خبرو او مذاکرو له لارې خپلې ستونزې له افغان حکومت سره حل کړي.

نوموړی وایي:

"الحمدالله، زموږ دولت یو اسلامي دولت دی او تل خپل کارونه د شریعت او د اسلامي عنعناتو مطابق پر مخ وړي او په هرې غونډې، شورا او مهمو ناستو کې دیني عالمانو ته د سلا او مشورې لپاره بلنه ورکوي او د کندز دیني عالمان هم له دولت سره په هره برخه کې همکار دي."

د نوموړي ولایت عالمان پر هېوادوالو غږ کوي چې له افغان ځواکونو په کلکه ملاټر وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې د پردیو او د اسلام د دښمنانو د بېلابېلو دسيسو ښکار نه‌شي او په خپل منځ کې لا یووالی او وحدت ټينګ کړي.

بل‌خوا د کندز ګڼ شمېر اوسېدونکي هم وايي چې اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی او د مسلمانانو ترمنځ‌یې جګړه ناروا بللې ده.

د دغه ولایت یوه تن اوسېدونکي نېکمل په دې اړه وویل:

"د ټولو ستونزو او ناخوالو کيلي سوله ده، ځکه پرته له سولې موږ د ارام ژوند او د امنیت خاوندان نه‌شو کېدای، همدارنګه خپل عبادت او کاروبار هم نه‌شو کولای، نو موږ له وسله‌والو مخالفینو څخه غواړو چې د خبرو اترو له لارې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د افغانستان دولت سره شریک کړي، څو په هېواد کې سوله راشي او ټول خلک په یوه ارامه چاپېریال کې ژوند وکړي."

بل پلو د کندز والي اسدالله عمرخېل هم پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور په هېواد کې له جګړې لاس واخلي او د تل‌پاتې سولې د ټينګښت لپاره دې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

ښاغلي عمرخېل وویل:

"زه پر وسله‌والو مخالفينو غږ کوم چې له جنګه لاس واخلي او د سولې له بهېر سره یوځای شي او په خپل کلي کور کې دې ارامه ژوند وکړي، ترڅو موږ د دوی لپاره په سیمه کې د ژوند سهولتونه برابر کړو."

خو بیا د دغه ولایت یو شمېر مدني فعالان د عامو خلکو په بیدارۍ، پوهاوي، د لا یووالي په ټينګښت او د سولې په راوستو کې د دیني عالمانو رول ګټور او ارزښتناک بولي او له هغوی غواړي چې د جوماتو د محرابو له لارې خلکو ته دې د سولې او د امنیت د ارزښت په اړه وعظ وکړي، تر څو نور عام ولس د هېواد د دښمنانو د دسيسو ښکار نه‌شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG