د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د پاکستان دیني عالمانو د ځانمرګي بریدونو پر ضد فتوا ورکړه


د پاکستان دیني عالمانو د ځانمرګي بریدونو پر ضد فتوا ورکړه.

تر ۱۸۰۰ زیاتو دیني عالمانو پر يوه ځای فتوا ورکړې چې ځانمرګي بریدونه غير اسلامي او ممنوع دي.

حکومت به د فتواوو دغه کتاب نن سې شنبه خپور کړي.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې له کلونو راهیسې اسلامي سخت دريځو ځانمرګي بريدګر روزلي او دغو بريدکوونکو ته وايي چې د دوی جګړه د اسلامي اصولو له مخې جهاد دی.

ځانمرګي بريدونه ډېری وختونه متعصبانه عقده او غير اخلاقي بلل کېږي په ځانګړي توګه کله چې ملکيان په‎کې وژل کېږي، خو سخت دريځي دا تاکتيک د جګړې تر ټولو مؤثره وسيله ګڼي.

ځانمرګي بریدونه غير اسلامي او ممنوع دي.

له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې په ځانمرګو بريدونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي دي او له هغه راهيسې يو شمېر دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام بللي.

د پاکستان ځینو دیني عالمانو انتحاري حملې حرامې وبللې

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په هغه کتاب کې چې نن سې شنبه به خپور شي، ليکلي چې دا فتواوې د يوې منځ‎لارې اسلامي ټولنې د ثبات لپاره لاره هواروي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

ده همداراز ويلي چې له دغو فتواوو څخه لارښوونه اخیستل کېدای شي کله چې د ترورېزم د له‎منځه وړلو لپاره په ملي کچه هلې ځلې کېږي.

د پاکستان حکومت او د پوځ منتقدین وايي، دغه هېواد د نظامي او سياسي مقاصدو لپاره سخت دريځو ډلو ته ځای ورکړی او له ډېره وخته راهيسي يې هغه څه ته پام نه‎دی کړی چې په جوماتونو کې د اسلام په نوم کرکه خپروي.

په پاکستان کې د مېشتو سخت دريځو ډلو پر وړاندې اقدامات به ډېر وخت واخلي.

د پاکستان چارواکي د امریکا هغه تورونه ردوي چې وايي، په دغه هېواد کې مېشت سخت دريځي په افغانستان او هندوستان کې پر خلکو حملې کوي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې په دې وروستيو کې يې د پاکستاني طالبانو پر وړاندي مهمې لاسته راوړنې درلودې.

د روېټرز راپور وايي چې په همدې حال کې پاکستاني چارواکي خبرداری ورکوي چې په پاکستان کې د مېشتو سخت دريځو ډلو پر وړاندې اقدامات به ډېر وخت واخلي او دا کار باید په ډېر احتياط وشي.

پاکستاني دیني عالمانو چې دا فتوا ورکړې، وايي هېڅ‌څوک يا ډله دا حق نه‎لري چې جهاد اعلان کړي او ځانمرګي بریدونه د اسلامي ښوونې پر ضد دي نو ځکه ممنوع دي.

XS
SM
MD
LG