د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۳

ګوترش: له ترورېزم سره مبارزه یوازې د افغانستان مسؤلیت نه دی


یو لوړ رتبه امریکايي چارواکی وايي، دا وضعیت چې طالبان د سولې خبرو اترو ته لېوالتیا نه ښيي، باید بدل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سالیوان دا خبرې پرون په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل د دې لپاره باید طالبان منزوي او د تمویل او تجهیز سرچینې يې له منځه یوړل شي.

جان سالیوان
جان سالیوان

نوموړي زیاته کړه:

"دا حققیت باید درک کړو چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره پر خپله لېوالتیا ولاړ دی، خو په مقابل کې د طالبان لخوا په دې اړه کومه لېوالتیا نشته، دا وضعیت باید بدل شې، د دې د بدلولو لپاره موږ باید د طالبانو د منزوي کولو او د هغوی د مالي منابعو او د تجهیز د سرچینو د مینځه وړلو لپاره کار وکړو، باید په یوه ګډې او پرېکنده ژمنې سره وښیو چې یوازینی ځای چې طالبان کولی شې خپل اهداف ترلاسه کړی، هغه د خبرو مېز دی نه د جګړې ډګر."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل لیدل کېږې چې ځیني مشخص هېوادونه د غیر مؤثرو تګلارو په خپلولو سره د داعش پر ضد د مبارزې په نوم له طالبانو ملاتړ کوي.

خو دغه لوړ رتبه امریکايي مقام د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.

د افغانستان په اړه د امنیت د نړیوالې شورا په دې غونډه کې د قزاقستان، تاجکستان، روسيې، کویت او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وکړ.

غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ پر پراخوالې ټینګار وکړ.

نوموړي وویل دا یوازې د افغانستان مسؤلیت نه دی چې په سیمه کې له ترورېزم سره په یوازې سر مبارزه وکړي.

انتونیو ګوترش
انتونیو ګوترش

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت له سخت دریځي، ترورېزم او منظم جنایت سره مبارزه کوي، دا یوازې د افغانستان مسؤلیت نه دی چې دې ګواښونو ته ځواب ووايي، د ترورېزم پر وړاندې اغېزمنه مبارزه څو اړخیزه او سیمه ییزه همکاري غواړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي هم له ترورېزم سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

نوموړي زیاته کړه:

"خوښ یوو چې ووایو د تروریستانو د سیمه ییزو او خوندي پنا ځایونو ستونزې ته د لاسرسي حیاتي اهمیت تر پخوا اوس زیات درک شوی دی، تجربې ښودلې ده چې ترورېزم موږ ټولو ته ضربه راکړې ده او د هغې له منځه وړل د یوه هېواد له توان پورته ده او دا هر اړخیزه هڅې غواړې."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودهي په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالې د حل په اړه څرګندونې وکړې.

ملیحه لودهي
ملیحه لودهي

نوموړې زیاته کړه:

"له ۱۷ کاله جګړې وروسته دا اوس ښه روښانه شوې ده چې نه افغان حکومت او نه يې پوځي متحدان او نه هم طالبان په داسې وضعیت کې دي چې پر یو بل پوځي حل ومني.، موږ له طالبانو غواړو چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خبرو اترو ته مخه کړي."

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې زیات ټینګار د سیمه ییزې همکارۍ پر پراخوالي وشو او یو شمېر ګډونوالو بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو او نشي موادو د تولید له امله اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروسته تر هغې د افغانستان په اړه غونډه وکړه چې د دې شورا یو پلاوی تیېره اوونۍ کابل ته لاړ او د افغانستان د وضعیت په اړه يې له افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس سره خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG