د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي له افغان ولسمشر او ځینو چارواکو سره کتلي


د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلي پلاوي د ولسمشر په ګډون له لوړ پوړو افغان چارواکو سره کتلي دي.

کابل د جدي امنیتي تدابیرو لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راغلي لوړ پوړي پلاوي کوربه دی.

په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د امنیت شورا پلاوي د حکومت پر مشرتابه سربېره له یو شمېر سیاسي مشرانو سره هم کتلي دي.

کابل د جدي امنیتي تدابیرو لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راغلي لوړ پوړي پلاوي کوربه دی.
کابل د جدي امنیتي تدابیرو لاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راغلي لوړ پوړي پلاوي کوربه دی.

سرچینه چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وايي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د راتګ هدف د عمومي وضعیت ارزونه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د اداري فساد له منځه وړل، اقتصادي وده او راتلونکي انتخابات هغه لوی موضوعات وو چې د پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ پرې بحث وشو.

کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي مشري په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر خیرات عمروف کوي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې نېکي هیلي په ګډون یې ۱۵ تنه په ترکیب کې شامل دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي د راتګ لپاره جدي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

خو د دغه پلاوي د راتګ په اړه د ملي شورا د غړو لیدلوري متفاوت دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې افغانستان ته د دغه پلاوي راتګ ګټور وباله.

د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وویل:

"د افغانستان خلک نور د جګړې له دوام څخه ستړي شوي، هیله مند یم چې دغه پلاوی د افغانستان له خلکو سره د ترورېزم په ځپلو کې یوځای اوسي او دا ستونزه په اساسي توګه حل کړي."

خو د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست وايي، د پلاوي راتګ به هله ګټور تمام شي چې د خلکو په ورځني ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه نه یوازې د امنیت شورا پلاوی، بلکې د نورو مهمو نړیوالو بنسټونو پلاوي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې راغلي، راپورونه یې ورکړي، د افغانستان د ولس لپاره یې هېڅ عملي پایلې نه لرلې."

د ښاغلي بشردوست په خبره، نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره ډېر څه کولای شي، خو په دې شرط چې افغان سیاسیون تر شخصي ګټو ملي هغو ته لومړیتوب ورکړي او د نړیوالو له همکاریو ښه ګټه پورته کړي.

دا چې د ملګرو د امنیت شورا پلاوي په نورو کومو موضوعاتو او له چا سره خبرې کړي، هغه څه دي چې په دې اړه به د حکومتي چارواکو او ویندویانو تر څرګندونو ورسته معلوم شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG