د افغانستان "د سولې کور" په نوم بنسټ، د سولې عالي شورا په هڅو انتقاد کوي او وايي چې د سولې بهیر باید د ځانګړو کړیو د سیاسي ګټو قرباني نهشي.
"د سولې کور" په نوم دغه بنسټ د سولې د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره د يوه پیاوړي او واحد ادرس نهموجودیت او د سولې عالي شورا په چارو کې وظیفوي تداخل د سولې د روان بهیر د ناکامۍ ستر لاملونه بولي.
د دغه بنسټ غړي فهیم پیغام د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د سولې په عالي شورا کې د یو لړ جدي اصلاحاتو تر څنګ پهکار ده چې دغه ملي بهیر افغانشموله او د ټولو افغانانو غوښتنې پهکې په نظر کې ونیول شي.
دی وايي:
"د دې لپاره چې د سولې عالي شورا نوره هم پیاوړې شي، باید حکومتيې ملاتړ وکړي، د ځوانانو، علماوو، د مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو رول باید پهکې زیات شي، دا شان د سولې د پروسې جریان باید د افغانستان د خلکو سره شریک شي."
ښاغلی پیغام وايي، د دې لپاره چې د سولې په برخه کې روانې هڅې نتیجه ورکړي، اړینه ده چې د ډېرو ادرسونو پر ځای يو واحد ادرس رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د سولې د عالي شورا د مشرتابه له پلاوي سره په لیدنه کې له دوی وغوښتل چې د ټول هېواد په کچه د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.
د سولې عالي شورا په کارونو کې وظیفوي تداخل لیدل کېږي.
همداراز د ترکیې په استانبول ښار کې د حزباسلامي په وساطت له وسلهوالو طالبانو سره د سولې درې ورځنۍ ناسته هم ترسره شوه چې نتایجیې لا نهدي روښانه.
که څه هم افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو په دغو خبرو کې د خپلو استازو ګډون رد کړی، خو د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک چې په یوې غونډه کې په دې اړه خبرې کړې وې ویلي، د یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان مداخله، مافیايي کړۍ، د مخدره موادو قاچاق کوونکي او نړیوالې ترورېستي شبکې د بینالافغاني سولې پر وړاندې عمده خنډونه دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند امینالدین مظفري وايي، د سولې د خبرو اترو لپاره مشخص ادرس د سولې عالي شورا ده او په دې برخه کې له هر هغه حرکته ملاتړ کوي چې د دغې شورا له پالېسۍ او تګلارې سره په ټکر کې نهوي.
نوموړی وايي:
"د سولې د عالي شورا پالېسي همدا ده. هر هغه خوځښت چې د سولې د خبرو لپاره زمینه برابروي او د دغې شورا د پالېسۍ او ستراتېژۍ سره په ټکر کې نهوي ملاتړ يې کوي. کوم ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي هغوی پورې اړه لري، خو د سولې د پروسې اصلي مالک د سولې عالي شورا ده."
د افغانستان د سولې کور په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت جدي اراده او د سولې په عالي شورا کې اصلاحات اړین بولي.
د دغه بنسټ په باور تر هغې چې د سولې د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره یو واحد او پياوړی ادرس رامنځته نهشي د سولې روانې هڅې به بېپایلې وي.
راپور: واصل وصال