د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ترکیه کې د سولې خبرې، هغه غونډه چې حکومت او طالبان په‌کې ګډون ردوي


که څه هم افغان حکومت او د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو ډلې د ترکیې د سولې په غیر رسمي ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی، خو د سولې عالي شورا وايي، په دغې ناسته کې د ټولو اړخونو استازو ګډون کړی دی.

د دغې شورا ویاند امین‎الله مظفري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، تمه ده چې دغه ناسته راتلونکو رسمي ناستو ته زمینه برابره کړي.

دی وايي:

"هغه څه چې ډېر مهم دي، د دغې ناستې غیر رسمي‎توب دی، نو ځکه د ټولو خواوو کسان وو، خو په غیر رسمي ډول، فکر کوم چې د دغې ناستې وروستۍ نتیجه نه‎ده اعلان شوې، دا د راتلونکو خبرو لپاره دروازه پرانیستونکې ناسته ده."

خو د افغان ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې په دغې ناسته کې ګډون‎کوونکي کسان د حکومت استازیتوب نه‎کوي.

طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد هم په دغې ناسته کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره رد کړې ده.

خو د سولې د عالي شورا غړي همایون جریر چې په دغې ناسته کې ګډون لري له ترکیې ازادي راډیو ته ویلي، په دغې ناسته کې د طالبانو پنځه مهم غړي د طالبانو له ټولو ډلو او مشرتابه نه استازیتوب کوي، خو نوموړي د دغو کسانو نومونه وانه‎خیستل.

چارواکي: استانبول کې طالبانو سره غیر رسمي ناسته مهمو ناستو ته زمینه برابروي

طالبانو سره د استانبول غیر رسمي ناسته راتلونکو خبرو لپاره دروازه ده.

د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په وینا، نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» د ترکیې په استانبول ښار کې د سولې د خبرو په اړه د دغې غیر رسمي ناستې درېیمه او وروستۍ ورځ ده.

د یادونې ده چې دا د وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه لومړنۍ غونډه نه‎ده او تر دې مخکې ورته هڅې شوې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د حزب‎اسلامي په وساطت چې په دې وروستیو کې یې له افغان حکومت سره سوله وکړه، دا شان غونډه جوړېږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه فضل احمد معنوي ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ناسته نمایشي بللې ویلي یې دي، په یاده ناسته کې با صلاحیته کسانو ګډون نه‎دی کړی.

افغان کارپوه فضل احمد معنوي
افغان کارپوه فضل احمد معنوي

دی وايي:

"هغه څه چې په ترکیه کې شوي واقعي نه، یوه نمایشي موضوع ده. هغه کسانو چې له دواړو خواوو یا هرې خوا نه ګډون کړی داسې با صلاحیته او مؤثر کسان نه‎دي چې کومه نتیحه دې راوباسي."

د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبراغا هم په دې باور دی چې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو با صلاحیته استازو ګډون نه‎دی کړی.

دی زیاتوي:

"زما په نظر هغه طالبان چې په افغانستان باندې مسلط دي او هغه طالبان چې حساب پرې کېږي، په دغې ناسته کې نه‌شته، نو ځکه زه فکر کوم چې دغه ناسته به کوم مثبت اغېز ونه‎لري."

د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبراغا
د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبراغا

خو د سولې د عالي شورا ویاند وايي، د ترکیې په ناسته کې د طالبانو، د سولې د عالي شورا او حزب‎اسلامي استازي ګډون لري.

دی وايي، دوی به له هر هغه اقدام نه هرکلی وکړي چې بین‌الافغاني سولې په برخه کې ګټور تمام شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG