د افغانستان د سولې عالي شورا هيله لري چې د افغانستان د سولې او پخلاينې پر مسئله وروستي بحثونه به د دولت له عمده مخالفې ډلې وسلهوالو طالبانو سره د روغې جوړې سبب شي.
له وسلهوالو طالبانو سره د سولې او پخلاينې په اړه د خوشبينيو او بدبينيو په منځ کې د سولې عالي شورا له دې ډلې سره د سولې امکان ته هيله مندي وښوده.
د دغې شورا وياند امين الدين مظفري تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په دې برخه کې يوه سيمهييزه او نړيواله اجماع راغلې او وسلهوال طالبان بايد له دغه فرصته ګټه واخلي.
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نېکي هېلي تېره اوونۍ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې وويل، موږ تر بل هر وخت له وسلهوالو طالبانو سره د مذاکرو او سولې پروسې ته ورنېږدې شوي يو.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جان جي. سالیون «John J. Sullivan» د جمعې په ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته لېوال دى، خو طالبانو کومه لېوالتيا نهده ښوولې.
د وسلهوالو طالبانو ډله چې پر دوو برخو وېشل شوې تر اوسه له افغان حکومت سره رسماً د سولې مذاکرو ته نهده حاضر شوې.
ښاغلي سالیون وويل، دا وضعيت بايد بدل شي. هغه پېشنهاد وکړ چې د طالبانو د منزوي کولو او د هغوى د مالي سرچينو پر لهمنځه وړلو دې کار وشي.
په کندهار کې د سولې د کاروان غړى احمدشاه سپر وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا متحدو ايالتونو نوې ستراتيژۍ پر وسلهوالو طالبانو فشار زيات کړى او ښايي د سولې خبرو ته يې مجبور کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره چهارشنبه په کابل کې د سولې يوې مشورتي غونډې ته د وينا پرمهال وسلهوالو طالبانو ته په خطاب کې وويل چې د پرديو له اختيار څخه دې ځان وباسي او بين الافغاني مذاکرو ته دې حاضر شي.