د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز په افغان سوله کې د چین رول مهم ګني


د افغانستان د ستراتيژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د چین رول مهم ګڼي.

دغه مرکز د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي او په دغه هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د چین رول مهم او اغېزمن ګڼي.

د دغه څېړنیز مرکز رئیس عبدالباقي امین د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې پخ ۳۰ مه» په کابل کې د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په نوم جوړ شوي کنفرانس ته وویل، چین په سیمه کې د خپل پیاوړي دریځ له مخې کولای شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تاریخ په اوږدو کې چین د افغانستان په اړه منفي رول نه دی لوبولای، چین افغانستان ته مهم دی او افغانستان چین ته، د خپلې ودې او انکشاف لپاره اړتیا لري چې چین د روس او امریکا او افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ښه رول لوبولای شي، داشان چین د افغانستان د سولې او ثبات او بین الافغاني تفاهم لپاره ښه میز جوړېدای شي."

ښاغلی امین وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت او دوامدار انکشاف لپاره د چین همکاري د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت د چین په مرسته په بدخشان ولایت کې د یوې غرنۍ لوا د جوړېدو خبره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي چې دغه لوا یوازې د بدخشان ولایت د امنیت لپاره جوړېږي چې ټول مالي لګښت، تجهیزات او د تاسیساتو جوړول به یې د چین په غاړه وي.

دولت وزیري
دولت وزیري

چین له دې وړاندې هم افغانستان سره د میلونونو ډالرو په ارزښت د وسلو، مهماتو او د حمل او نقل د تداکاراتي وسایلو مرستې کړې دي.

له دې وړاندې د چین لوی درستیز کابل ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی و چې هېواد یې له افغانستان سره د ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي.

چین د روسیې او پاکستان متحد بلل کېږي، خو د افغان حکومت سرچینې وايي چې دا مرستې د افغان حکومت د مشرانو د هڅو او په سیمه ییزه اجماع کې د چین د شاملولو نتیجه ده.

په ورته وخت کې په کابل کې د چین د سفارت مرستیال ژان ژیکسين چې په ياد کنفرانس کې یې ګډون کړی و، د افغانستان د سولې د پروسې په شمول يې په نظامي او يو شمېر نورو برخو کې د دوامدارو همکاریو ژمنه وکړه.

نوموړي وویل:

"د افغاستان او چین دوه اړخیزې اړیکې يوه نوي پړاو ته داخل شوي، موږ د يوه ګاونډي هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوو او يو سوله ییز افغانستان غواړو، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د همکاریو په يوه مرکز بدل شي. "

بل خوا په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر سلطان احمد بهین د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختيا د ټینګار تر څنګ په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او بین الافغاني سولې په برخه کې د چین رول اغېزمن بولي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG