د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د بشري حقونو نړیوال سازمان خپرونې د پنجشنبې په ورځ د خپل کلني راپور په اړه د افغانستان پر برخه مقاله خپره کړې ده.

مقاله وايي چې د کال په اوږدو کې په افغانستان کې وسله والې جګړې ملکيانو ته هم درانه تلفات اړولي دي.

مقاله زياتوي چې د ځپنې له منځه وړلو لپاره د افغان حکومت پالیسي په خپل هدف کې پاته راغلې ده او حکومت اوس هم د هغو ښځو چې په اخلاقي فساد تورنې وي، غير ساینسي او ځپونکې د بکارت معاینه کوي.

مقاله وايي، که څه هم افغان حکومت د ځپنو او هغو دولتي تجربو د مخنیوي لپاره قوانين جوړ کړل چې ښځو ته زیان رسوي خو په عمل کې هيڅ تغيیر نه لیدل کيږي.

رليف ويب:

د رليف ويب په نوم یوې خپرونې په افغانستان کې په يو شمېر برخو کې د ښځو د ونډې په اړه مقاله خپره کړې ده.

مقاله په جلال اباد ښار کې هغه سمپوزیم ته اشاره کوي چې ګډونوالو يې له تېر کال راهيسي په خپلو سیمو کې یو شمېر پرمختيايي کارونه کړي دي.

مقاله د کونړ د ښځو چارو رئيسې سهيلا بابر په اړه ليکي چې دا ياد سمپوزيم ته ورته د تېر کال غونډې له ګډونوالو څخه يوه ده او له هغه راهيسې يې په سیمه کې د سولې په اړه له ښځو سره غونډې جوړې کړي او په دې اړه بحثونه کړي دي.

مقالې همداراز په لغمان ولايت کې د يوې غونډې په اړه ليکلي چې په هغه غونډه کې د سولې د عالي شورا مرستيالې حبيبه سرابي هم ګډون کړی وو.

په غونډه کې په ختيځو ولایتونو کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ښځو پر ونډې ټينګار وشو.

مقالې د مېرمن سرابي له قوله ليکلي چې د سولې په هر ډول بهير کې باید ښځې حضور ولري.

مقاله وايي، پر دې سربېره چې جګړه پر ښځو هم منفي اغېز کوي او شواهد شته چې ښځې د خپلو سیمو د سولې په ټينګښت کې فعالې غړې وي، خو په افغانستان کې د سولې په بهير کې د ښځو ګډون ته اهميت نه ورکول کېږي.

مقاله يادونه کوي چې ختيځ ولايتونه له پاکستان سره پوله لري او په دې وروستیو کلونو کې ځايي اوسېدونکو په جګړه کې د پام وړ زياتوالی لیدلی دی.

کرکټ نيکسټ:

د کرکټ نيکسټ په نوم خپرونې د افغانستان د کرکټ ټيم لاسته راوړنو ته کتلي دي.

مقاله ليکي چې د افغانستان لومړی کورنی ميدان په هندوستان کې وو او افغانستان په ۲۰۱۵مېلادي کال کې موافقه لاسلیک کړه چې د شاهد ويجې سينګ پاټهيک سپورتي کمپليکس به د کرکټ لوبو او تمرينونو لپاره کارولای شي.

مقاله همداراز لیکي چې افغانستان تېر کال ټيسټ درجه تر لاسه کړه او دا د کرکټ په ډګر کې د دې هېواد لپاره يو مهم ګام وو.

XS
SM
MD
LG