د شمالي او جنوبي کوریا استازو نن سې شنبه د لومړي ځل لپاره د کوریا ټاپووزمې د غیر اټمي کولو، د پوځي خبرو او ژمني المپيک پر سر بحث وکړ.
د دواړو کوریاګانو استازو له دوو کلونو وروسته سره ولیدل او لومړنیو خبرو یې ځیني نتایج هم له ځانه سره لرل.
د جنوبي کوریا د اتحاد وزیر چن هې سانګ وویل شمالي کوریا په نننۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې خپل لوبغاړي او دولتي پلاوی به د پیونګ چنګ ژمني المپيک ته واستوي.
د پیونګ چنګ ژمني المپيک لوبې د فبرورۍ له ۱۵مې نېټې پيلېږي.
د جنوبي کوریا د اتحاد مرستیال وزیر ښاغلي سانګ همداراز د کوریا ټاپووزمې پر غیر اټمي کولو ټینګار وکړ او شمالي کوریا تهیې وړاندیز وکړ څو د ځینو پوځي شخړو د مخنیوي په هدف د شمالي او جنوبي کوریا نظامیان خبرې پیل کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ وړاندیز وکړ چې د نوي کال «نوی چینايي کال» په خاطر د کورنیو د یوځای کېدو پر سر خبرې وکړو، له دې سره په خوا کې موږ همداراز وړاندیز وکړ چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ پوځیان خبرې وکړي څو د یو شمېر رامنځته کېدونکو حادثهيي شخړو مخه ونیسي."
د شمالي او جنوبي کوریا استازو وروسته له هغه نن سره وکتل او پر ځینو مسائلو موافقې ته ورسېدل چې د نوي کال په لومړۍ ورځ د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون له سیالې کوریا سره د خبرو لېوالتیا وښوده.
نړیوالو له هغې ډلې د امریکا متحده ایالاتو، چین او جاپان د شمالي او جنوبي کوریا خبرې ښې بللي او هیلهیې کړې چې د لانجو د هواري لپاره حل لارې وموندل شي.
شمالي کوریا هم په ډاګه کړه چې ننیې له یوې جدي ارادې سره په دې خبرو کې برخه واخیسته او خبرې ښې تېرې شوې.
د شمالي کوریا د سولهییز اتحاد د کمېټې مشر ري سان ګوان د غونډې په پیل کې وویل:
"موږ د نن ورځې خبرو ته له یوه جدي او رښتیني لیدلوري او د ورورولۍ فکر سره راغلي یو او هیله لرو چې دا خبرې ښه نتیجه ورکړي."
تر غونډې وروسته د شمالي کوریا استازي ري سان ګوان په تلو تلو کې یوې خبریالې ته وویل چې خبرې په ډېرې صمیمانه فضا کې مخته ولاړې.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د شمالي کوریا لهخوا څو پرلهپسې راکټي او اټمي ازموینې ظاهراً له ټولو زیات په جنوبي کوریا سختې تمامې شوې او ټینګار یې وکړ چې شمالي کوریا له دې کار لاس واخلي.
راپور: صفيالله ستانکزی