د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شمالي کوریا کړکېچ د هواري غوښتنه وکړه


د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چین له ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره پر تجارتي اړیکو، د شمالي کوریا پر اټمي ګواښ او چین ته د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پر را روان سفر خبرې وکړې.

ټیلرسن پرون شنبه په پلازمېنه پيکنګ کې د چین له ولسمشر شې جین پینګ سره تر کتنې وروسته وویل چې شمالي کوریا باید د مزایلو له ازموینو لاس واخلي او په کوریا ګانو کې یې د کرارۍ غږ وکړ.

هغه څرګنده کړه چې حکومت به یې شمالي کوریا د اټمي قدرت په توګه ونه پېژني خو ويې ویل چې واشنګټن د شمالي کوریا د مستبد مشر کیم جونګ اون د رژیم د نسکورولو نیت نه لري.

ټیلرسن په پيکنګ کې خبریالانو ته وویل، که شمالي کوریا د مزایلو له ازموینو لاس واخلي، کمک به وکړي او وضعیت به ډېر ورسره کرار شي.

واشنګټن غواړي چې د چین حکومت د شمالي کوریا د اټمي وسلو اوانټرکانټیننټل مزایلو د ازموینو له امله د هغه هېواد پرضد کلک دریځ غوره کړي.

د چین حکومت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د شمالي کوریا ټول هغه شرکتونه چې په چین کې فعالیت کوي، د را روان میلادي کال د جنورۍ تر میاشتې وتړل شي خو هغه شرکتونه به چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې نه راځي، له دې حکمه مستثنی دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د امریکا او شمالي کوریا روابط په "تاریکه" کې نه دي بلکې د خبرو چاینلونه یې ترمنځ پرانیستي دي.

رويټرز خبري اژانس د دټېلرسن په حواله وویل:

"موږ له هغوی سره خبرې کولائ شو، موږ خبرې سره کوو."

ټیلرسن همدا راز د چین ولسمشر شې جېن پینګ ته د امریکا او چین د اړیکو په اړه وویل:

"لکه څرنګه چې تاسو یې یادونه وکړه، دا رابطه د ودې په حال کې ده چې اساس یې ستا او ولسمشر ټرمپ ترمنځ پیاوړې اړيکي دي."

د سپینې ماڼۍ په حواله، ټاکل شوې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نومبر میاشتې په دریمه نېټه چین، جاپان، جنوبي کوریا، ویتنام او فلیپین ته ولاړ شي.

د چین ولسمشر شې جېن پېنګ د دې سفر د اهمیت په اړه وویل:

شي جین پینګ
شي جین پینګ

"زما په باور، چین ته د امریکا د ولسمشر سفر د چین او امریکا د اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه موقع ده او زه هیله لرم چې د دواړو خواوو ټیمونه به دې مهم سفر ته بشپړه تیاري ونیسي، زه باور لرم چې د هغه دا سفر به ځانګړي او بریالی وي."

سپیني ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل چې د لري ختيځي اسیا پنځو هېوادونو ته د ولسمشر ټرمپ سفر به د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په وړاندې مبارزې ته د نړیوالو تعهد لا کلک کړي.

XS
SM
MD
LG