د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ټېلرسن به چینایي چارواکو سره د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په اړه وغږېږي


ریکس ټېلرسن به له چینایي چارواکو سره د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په اړه خبرې وکړي.

همدا راز به د چین او واشنګټن ترمنځ د سوداګرۍ پر موضوع وغږېږي او چین ته به د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر د سفر په ارتباط خبرې وکړي.

تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د نوومبر په میاشت کې چین ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پرون په واشنګټن کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې لیو یندونګ سره د خبرو پر مهال واشنګټن ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په اړه وویل:

د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې لیو یندونګ
د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې لیو یندونګ

"موږ د ولسمشر ټرمپ د مهم سفر په تیاریانو بوخت یوو. موږ غواړو چې د دې سفر د اجنډا په اړه خبرې وکړو. په دې اړه به په څو نورو غونډو کې خبرې وشي، دا مهمه ده. پرته له څه شکه چې شمالي کوریا به په بحث کې وي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له چینه دا تمه لري چې پر شمالي کوریا د اټمي وسلو او بالسټیک توغندیو د ازموینو لپاره بندیزونه سخت کړي.

د فبروري له میاشتې راپه دې خوا چې ټېلرسن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی، دا دوهم ځل دی چې دی چین ته ځي.

پرون د ټېلرسن د سفر په درشل کې پیکنګ اعلان وکړ چې په چین کې به شمالي کوریا ټولې کمپنۍ د جنوري تر لومړیو بندې کړي.

البته هغه کمپنۍ بندوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د لګولو د کمېټې له لوري پر هغوی د سېپټمبر په ۱۱مه بندیزونه ولګول شول.

له ټاکلې اجنډا سره سم به سبا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ‎یي او نورو چارواکو سره غونډې وکړي.

XS
SM
MD
LG