د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۶

د روسیې او شمالي کوریا ډيپلوماټان به نن جمعه مسکو کې سره وګوري


مسکو وايي، د روسیې او شمالي کوریا ډيپلوماټان به نن جمعه په مسکو کې سره وګوري او د کوریا د بحران په اړه به بحث وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د پنجشنبې په ورځ خبریالانو وویل چې د روسیې یو جګپوړی ډیپلومات اولیګ بورمیستروف Oleg Burmistrov به د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت کې د شمالي امریکا د څانګې له عمومي مشر چوی سون هوی Choe Son Hui سره خبرې وکړي:

"د دې سلا مشورو پر مهال به د کوریا د ټاپو وزمې او شمال ختیځې آسیا د وضعیت په اړه د نظر تبادله وشي. له خبرو مخکې یوازې همدومره درته ویلای شم او د خبرو په پای کې به هم معلومات درکړو. د رسنیو لپاره به یوه بیان هم خپور شي."

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري هونګ هو د سيپټمبر په ۲۵ نیټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وینا پر مهال د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ تور ولګاو چې د ده د هېواد پرضد یې جګړه اعلان کړې ده او زیاته یې کړه، پیونګ یانګ دا حق لري چې حتی د امریکا جنګي الوتکې له خپل هوايي قلمرو څخه بهر هم وولي.

متحد ایالاتو دا بې معنا څرګندونې بللي او شمالي کوریا ته یې خبرداری ورکړی چې له پارونو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG