د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

ډونالد ټرمپ د ختیځي اسیا پنځو هېوادونو ته سفر کوي


د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د روانو سیاسي لانجو او لفظي شخړو په اوج کې به ولسمشر ډونالد ټرمپ د ختیځي اسیا پنځو هېوادونو ته سفر وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به د نومبر میاشتې په درېیمه نېټه جاپان، جنوبي کوریا، ویتنام، چین او فلیپین ته سفر پېل کړي او د نومبر په څوارلسمه به واشنګټن ته ستون شي.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون جمعه خپره شوه، ویلي چې دا سفر به د شمالي کوریا د اټمي ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو تعهد لا کلک کړي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ به د دې سفر پرمهال، په فلپین کې د جنوبي او ختیځې اسیا د هېوادونو د سازمان «اسیان» په سرمشریزه او په ویتنام کې د اسیاپسفیک د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وینا وکړي.

ولسمشر ټرمپ به په دواړو غونډو کې د اسیا په ختیځ او جنوب کې د امریکا د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر راتلونکې او خپل لید لوري خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن پرون جمعه چین ته ورسېد.

ریکس ټیلرسن پرون چین ته ورسېد
ریکس ټیلرسن پرون چین ته ورسېد

چین ته د ټېلرسن د سفر یو اساسي هدف هم پر شمالي کوریا د فشار زیاتول دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر په مکرر ډول پر چین غږ کړی چې د شمالي کوریا د اټمي فعالیتونو په مخنیوي کې له نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.

د جرمني د خبري اژانس په حواله، د شمالي کوریا د تجارت نوي فیصده اتکا پر چین ده.

د چین حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د شمالي کوریا ټول هغه شرکتونه چې په چین کې فعالیت کوي، د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ ترمیاشتې کاربند کړي او باید وتړل شي.

د چین حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پرېکړې پر اساس دا اعلان کړی چې تېره میاشت يې پر شمالي کوریا د زیاتو بندیزونو لګولو لپاره تصویب کړ.

د امریکا ولسمشر به مخکې پر چین نیوکه کوله چې د شمالي کوریا د اټمي فعالیتونو د مخنیوي لپاره کافي اقدام نه کوي، خو د تېرې سې شنبې په ورځ يې د چین له ولسمشره، په دې مورد کې د مرستې له امله مننه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له چینايي چارواکو سره هغه هېواد ته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د را روان سفر پر اجنډا او جزئیاتو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG